اوباما ايران ته اخطار ورکړی دﺉ
۱۳۹۰ دی ۲۴, شنبهد نيويارک ټايمز په وينا ولسمشر بارک اوباما له پټو تماسي لارو، په مستقيمه توګه د ايران روحاني مشر، آيت الله علي خامنه اي، ته یو ليک لېږلی دﺉ. په دغه ليک کې ويل سوي دي چي که ايران د هرمز سمندري تنګي لاره بنده کړي نو دا کار به د امريکا له سخت غبرګون سره مخامخ سي.
د هرمز سمندري تنګی په نړيواله توګه د نفتو د لېږد له پاره ډېره مهم بلل کيږي. لوېديځو هيوادونو ته د تیلو لیږد له همدې لاري تر سره کیږي.
ايران له هغه وروسته د هرمز تنګي د تړلو ګواښ وکړ چي څه موده مخکي ددوی د نفتو پر صاراتو د بنديز لګولو بحث راپورته شو.
متحده ايالاتو په تيرو اوونيو کي څو وارې ايران ته اخطارونه ورکړي ول چي که چېري د هرمز سمندري تنګی بند کړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ سي. د امريکا لوی درستيز مارټين ډېمپسي، ويلې ول چي که چیري د هرمز تنګی بند کړل سي نو د بېرته خلاصولو له پاره به ئې اقدام وسي.
خو په عين حال کي د امريکا په حکومت کې ځیني داسي کسان هم سته چې په دې کي شک لري چې ايران به په رشتيا هم دغه لاره بنده کړي.
اروپايي ټولنه غواړي چې د ايران د اټومي پروګرام په ترڅ کي پر ايراني نفتو بنديز ولګوي. خو دا چې دغه بنديز به څه وخت ولګول شي لا څرګنده نه ده. د اروپايي دیپلوماتانو د معلوماتو پر اساس د ۲۷ اروپايي هيوادونو مشران ښايي د جنورۍ په ۲۳مه نېټه اروپا ته د ايراني تيلو پر واردولو بنديز ولګوي. اټکل کيږي چې د ايران پر بانکونو به هم سخت بنديزونه ولګول سي.
د روسيې هيواد د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي د وېټو حق لرونکی هغه هيواد دئ چې د ايران په وړاندي په نوو بنديزونو کې ونډه اخيستل نه غواړي. دا په داسې حال ده کې چې د امنيت شورا به په راتلونکي کې د ايران له خوا د يورانيمو د غني کولو پر موضوع خبري وکړي.
په عين حال کې ايراني مشرتابه د خپل شخړه ييز اتومي پروګرام په ترڅ کې د خبرو اترو له پاره خپل چمتو والی ښوولی دﺉ. د ايران د پارلمان رئيس، علي لاريجاني، په دې ترڅ کې ويلي دي:
«زموږ ملګری هيواد ترکيه غواړي چې زموږ د اتومي پروګرام په هکله راتلونکي خبري اتري په استانبول کې تر سره سي.»
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض