1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ایران ته بیا خبرداری ورکړ

۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبه

متحده ایالاتو ایران ته د هرمز د سمندري دالان د تړولو د کواښ له کبله خبرداری ورکړ. امریکایي چارواکو وویل چې په دې برخه کې به هیڅ ډول قدام ونه ځغمي. هرمز امریکا او لویدیځې نړۍ ته د تیلو د لیږد یوه ډیر مهمه ترانزیتي لاره ده

https://p.dw.com/p/13bGV
امریکا ویلي د هرمز په برخه کې به هیځ ډول اقدام و نه ځعمي
امریکا ویلي د هرمز په برخه کې به هیځ ډول اقدام و نه ځعميانځور: AP Graphics

د متحده ایالاتو لخوا ایران ته دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې د ایران د سمندري ځواکونو ستر قوماندان، امیرالبحر حبیب الله سیاري، په یوې مرکې کې وویل چې د هرمز د دالان تړل د ایران د وسلوالو ځواکونو لپاره دومره آسانه ده لکه چې سړی یو ګیلاس اوبه وڅښي.

سیاري د خپل هیواد یوی تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل:

«اوس مونږ د دې دالان د تړولو اراده نه لرو. مونږ د عمان سمندرګی هم تر خپل کنترول لاندې لرو او کولای شو چې هغه سمندري ترانزیتي لاره هم تر خپلې څارنې لاندې ونیسو.»

واشنګتن د ایران د داسې یو ګواښ پر ضد سخت غبرګون ښکاره کړ او وویل چې د خلیج په خوله د هر ډول خنډ اچولو هڅه به شنډه کړي. په خلیج کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د جنګي  بیړیو د پنځمې قطعی ویاندې، دییرک فروست، وویل:

« په دغې سیمې کې د  بیړیو په وړاندې هیڅ ډول خنډ زمونږ لپاره د ځغملو وړ نه دي.»

په خلییج کې د امریکا متحده ایالاتو څو بیړۍ ځای پر ځای دي. د نوموړې قطعی په وینا پاڼه کې راغلي دي چې په سیمه کې د  بیړیو آزاد تګ او راتګ  د سیمې او نړۍ د سوکالۍ د خوندی ساتلو لپاره حیاتي اهمیت لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران د دغه کواښ په وړاندې له غوسې څخه ډک غبرګون ښودلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې ویاند وویل چې د دغې لارې ساتل ډیر ارزښت لري.، د دغه امریکایي چارواکي په خبره ایران تر دې وړاندې هم داسې کواښونه کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر، جان بولتن، د فوکس نیوز نومې تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کی وویل چې که ایران په دغه کار لاس پورې کړي نو د دغې لارې بیرته پرانستل به د دوو څخه تر درې ورځو پورې وخت ونیسي. د هغه په خبره د دغه کار تاوان د ایران لپاره ډیر زیات دی.

د متحده ایالاتو یو متقاعد جنرال، جیمز مارکس، هم وایي چې ایران د دې توان نه لري چې د هرمز په دالان کې د بیړیو د خوځښت مخه ونیسي.

ډیری کارپوهان په دې نظر دي چې د ایران له خوا داسې ګواښ ښایي د تیلو د لیږدولو په وړاندې کوم خڼد پیدا نه کړي، خو کیدای شي چې د تهران او واشنګتن ترمنځ اړیکې لا پسې خړې کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش