امریکا پر برما خپل ټول تحریمونه لیري نه کړل
۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبهاعلان
متحده ایالاتو پر برما باندې د ټولو بندیزونو لیرې کول رد کړي دي. او یوازې ئې دغه هیواد ته د غیرې دولتې سازمانونو له خوا د پیسو پر استولو بندیز لیری کړی دئ. په برما کې تر وروستیو ټاکنو وروسته نړیوالې ټولنې پر دې هیواد د وضع شوو تحریمونو د لیرې کیدو غوښتنې وکړې. خو یو شمیر هیوادونه غواړې چې ووینې د برما هیواد څرنگه د دیموکراسي په لور گام اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې پر برما خپل ټول تحریمونه له منځه وړي دي. جاپان هم دغه هیواد ته خپل ۷.۳ میلیارده ډالر پور بخښلی دئ.