امریکا پر برما باندې خپل بندیزونه نرم کړي دي
۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبهاعلان
په برما کې دیموکراتیکو اصلاحاتو ته په کتو سره د امریکا متحده ایالاتو د دغه هیواد په مقابل کی خپل بندیزونه یو څه نرم کړي دي. په دې ډول نو امریکایي کمپنیۍ پس له دې اجازه لري چې د جنوبي آسیا په دغه هیواد کې پانګونه وکړي. متحده ایالاتو پس له ۲۲ کلونو د لومړي ځل له پاره خپل سفیر برما ته استولی دئ.