امریکا خپل سرتېري په پولند کې ځای پر ځای کوي
۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبهاعلان
متحده ایالات به سږ کال خپل سرتیري په پولند کی ځای پر ځای کړي. دا خبره پینتاګون د پولند د دفاع د وزیر توماس سیمونیاک، او د امریکا د دفاع د وزیر لیون پانیتا، تر منځ تر یوې لیدنې کتنې وروسته وکړه.
د متحده ایالاتو په حواله دواړو وزیرانو همدا رنګه په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره د پولند د سرتیرو او په اروپا کې د ناتو د توغندیو په دفاعي سیستم کې د دغه هیواد د ونډې په اړه هم خبرې اترې کړي دي.