1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا خپلو افغان کارکوونکو ته ۲۵۰۰ اضافي ویزې ومنلې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

هغو افغانانو ته چې له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې یې په افغانستان کې له امریکایانو سره مرسته کړې ده ۲۵۰۰ اضافي ویزې منظور شوي دي. دغه موضوع د امریکا حکومت د تمویل په موخه د یو تریلیون ډالر موافقې په چوکاټ کې منله شوې ده.

https://p.dw.com/p/2cDHX
Stempel visum Symbolbild zu strengen Einreisekontrollen in die USA, picture symbolising strict control for entering the USA
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO

د دې پروګرام په ترڅ کې هغه افغانان چې له امریکایانو سره یې په کار کولو سره خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی، امریکا ته د تگ او ژوند کولو امکانات برابریږي. دغه پروګرام ته د ځانګړي مهاجرت ویزه یا SIV نوم ورکړل شوی دی.

د ترمپ ادارې تر هغو هڅو وروسته چې غواړي امریکا متحدو ایالاتو ته د اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي، یو شمیر امریکایي سیاستوالو د SIV پروګرام ملاتړ وکړ او دا موضوع یې د امریکا حکومت د تمویل په توافق کې شامله کړه.

د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت وویل چې د SIV پروګرام په چوکاټ کې یې له خلکو سره مرکې کول بند کړي، ځکه د دې پروګرام ویزې مخکي پر خلاصیدو وې. تر دې مخکې هم د ۲۰۱۶م کال په پای کې د دې پروګرام له پاره ۱۵۰۰ ویزې منل شوې وې.

د سفارت دغو څرګندونو ځيني امریکایي سناتوران چې د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر جان مکین هم پکښې شامل وو، چې د لا ډیرو ویزو غوښتنه وکړي.

د اپریل تر۲۰مې نیټې پورې د SIV په پروګرام کې ۷۸۰ ویزې پاتې وې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ۱۴۰۰۰ افغانانو لا وختي په دې پروګرام کې د شاملیدو له پاره غوښتونلیکونه ورکړي دي.

دیموکرات سناتور جین شاهین، ویلي دي چې که دغه پروګرام تقویت نه شي نو دا پیغام به واستوي چې امریکا خپل افغان ملاتړي یوازې پریږدي.

که څه افغانستان په هغو شپږو هیوادونو کې شامل نه دی چې ولسمشر ترمپ یې د وګړو پر ورتګ د بندیز لګولو وړاندیز کړی دی، خو یو شمیر جمهوري غوښتونکي سناتوران وایي چې یاغیان کیدای شي له دې پروګرام څخه په ګټه اخیستلو ځانونه امریکا متحدو ایالاتو ته ورسوي.

د پروګرام ملاتړي بیا وایي چې دغه اندیښنې ځکه بې ځایه دي چې په پروګرام کې شامل کسان تر ډیرو څېړنو تریږي، څو ویزې ترلاسه کړي.