امريکا داستخباراتي شخصي شرکتوڅخه کار اخلي
۱۳۸۸ اسفند ۲۴, دوشنبهنيويارک ټاميز دغه خبر په افغانستان کي ديوه امريکايي پوځي استازي دخولې څخه چي دخپل نوم داخيستلو څخه يې ډډه کړي ، خپور کړيدی . به خبرکي ويل شوي دي چي امريکايان هم په افغانستان کي دننه او هم په قبايلي سيمو کي داسلامي لارښونکو مشرانو په لټه کي دي . په خبرکي ويل شوي دي ، چي ددغي دندي دپاره امريکايانو يو شمير د CIA پخواني غړي استخدام کړيدي.
ددغه استخدام شوي جاسوسانو دنده داده چي دوی دمقاومت کونکو داستوګنځايونو او موقعيتونو په هکله معلومات راغونډ کړي ، اوبيا ددغه معلوماتو څخه امريکايي پوځي واحدونه او ددوی استخباراتي څانګي په افغانستان او پاکستان کي دخپلو عملياتو او د بې پيلوټو الوتکو دعملياتو دپاره استفاده کوي .
دامريکي متحده ايالتونه په تيره بيا په قبايلي سيمو کي دالقاعده او دطالبانو پر ګوماني ځايونو باندي دبې پيلوټو الوتکو په واسطه عمليات سرته رسوي .
په افغانستان کي دامريکايانو کوم پوځي استازي چي نيويارک ټايمز ته يې دغه معلومات ورکړيدي ، وايي دا لانده څرګنده چي ددغه شخصي جاسوسانو دکار څارنه دچا له خوا کيږي .
اساساً امريکاييٍ وسله وال ځواکونه داحق نلري چي دجاسوسي دانفرادي شرکتونو په واسطه دخپلو عملياتو دپرمخ بيولو دپاره معلومات راغوڼد کړي . او له بله پلوه ددې امکان هم شته چي دجاسوسۍ ددغه شخصي شرکتونوتمويلي مسايل قانوني بنسټ ونلري اوددوی دپاره مصرف په يوبل نامه سره اعلام کړای شي .
AFPD/فضلي
کتونکی : محمد قاسم نوري