امريکا ته د پاکستان خبرداری: بندیزونه به د ټولو په زيان وي
۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سهشنبهد پاکستان او امريکا متحدو ايالاتو اړيکې له هغه راهيسې خړې شوي چې ولسمشر دونالد ترمپ تيره مياشت د افغانستان په هلکه خپله نوې تګلاره اعلان کړه او پاکستان یې د داسې يوه بې ګټې ملګري په توګه یاد کړ چې افغان طالبانو او نورو وسله والو ته په پنا ورکولو سره د «تخريب کارو عناصر ځاله» ده.
امريکا له پاکستان سره مرستې د حقاني شبکې پرضد د اسلام آباد حکومت په چلن پورې مشروطې کړي دي. امريکا تور لګوي چې دغه ډله په پاکستان کې ميشته ده او له طالبانو سره په افغانستان کې په خونړيو بريدونو کې مرسته کوي.
خو پاکستان تل دغه ډول تورونه رد کړي او پر دې ادعاوو ټينګار کوي چې امريکا د سخت دريځو د له منځه وړولو په موخه کافي اقدامات نه دي کړي او پاکستان په اصطلاح د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سخت زيان ليدلي او له۲۰۰۱م کال کال راهيسې یې تر ۶۰ زره زيات تلفات ورکړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي چې د سترې محکمې له خوا د پخواني صدراعظم محمد نواز شريف تر بې واکه کيدو وروسته، موقت لومړی وزیر وټاکل شو، د روتيرز خبري آژانس ته وويل چې د امریکا له خوا د پاکستان پر پوځ او يا استخباراتي چارواکو هر ډول بندیز به د ترهګرۍ ضد جګړې په ګټه نه وي.
نوموړي زياته کړه: «موږ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه بوخت يوو او هر هغه څه چې زموږ دا هڅې کمزوره کوي، هغه به د امريکا هڅو ته زيان وي. دا کار به څه ګټه ورلري؟»
امريکايي چارواکو په شخصي توګه ویلي ول چې پر هغو پاکستاني چارواکو به هدفي بندیزونه ولګول شي چې له تندلارو ډلو سره اړيکي لري او پر يو لړ هغو لارو چارو هم خبرې شوې وې چې له مخې یې پاکستان خپلې تګلارې ته په بدلون ورکولو مجبور شي. په دې کې د مرستو کمښت هم شامل دی.
له چين او روسیې سره د وسلو تړونونه؟
په ۲۰۱۶م کال کې له پاکستان سره د امريکا پوځي مرستې تر يو ميليارد ډالرو کمې وې. دا مرستې په ۲۰۱۱ م کال کې خپل اوج یعني ۳،۵ ميليادر ډالرو ته ورسېدلې.
د پاکستان موقت لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وويل په دې هکله وويل: «که چيرې پوځي مرستې کمي شي نو دا به زموږ د ترهګرۍ ضد هڅو ته هم زيان ورسوي. دا کار به د هيچا په ګټه نه وي.» ده زياته کړه: «دمګړۍ ګډو هڅو ته اړتيا ده.»
عباسي وويل چې د پوځي مرستو د کمښت او د کانګرس له خوا پاکستان ته د سبسايدي شويو F-16 جنګي جټ الوتکو د ورکړې د مخنيوي يو عملي اړخ دا دی چې پاکستان به له چين او روسیې څخه د وسلو رانيولو ته مجبور شي.
د ترمپ د ادارې کلک دريځ به اسلام آباد او پيکنګ يو بل ته نور هم نزدې کړي. چين لا د مخه هم په پاکستان کې د «پاکستان او چين د اقتصادي دهلیز» د پروژې په ترڅ کې پر سړکونو، د ريل پټليو او انرژۍ په برخه کې د ۶۰ ميلياردو ډالرو د مصروفو ژمنه کړې ده.
عباسي وويل: «موږ له چين سره ډيري پياوړې اقتصادي اړيکي لرو او له ۱۹۶۰م کال راهیسې مو پوځي اړيکي هم ډيري پياوړي دي. نو په دې توګه به همدغه هيواد زموږ انتخاب وي.»
عباسي وويل چي پاکستان د افغانستان د ټولو کړاونو له پاره ګرم بلل «غير عادلانه» کار دی. ده زياته کړه چې پاکستان بايد د واشنګټن له خوا زيات ستايل شوی وای ځکه دغه هیواد په کلونو کابو ۳،۵ ميليونو افغانانو ته پنا ورکړې.
ده زياته کړه چې په افغانستان کې میشت وسله وال هم په پاکستان کې پر ملکيانو او د پاکستان پر پوځ بريدونه ترسره کوي چې دا کار پاکستان ته اړ کړې د دواړو هيوادونو ترمنځ کابو۲۵۰۰ کيلومتره سرحد د ساتلو له پاره په «ميلياردو ډالر» مصرف کړي.
ده زياته کړه: «موږ غواړو چې پر ټول سرحد د ګټارو په لګولو سره دغه وضعيت کنترول کړو.»
زموږ له ارشيف څخه: