افغان لوبډلې شل اوریزو سیالیو ته لار وموندله
۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه
په ننۍ لوبه کې افغانستان پچه وگټله او افغان کپتان نوروز منگل د بیتینگ «منډو جوړولو» پریکړه وکړه. د افغانستان له خوا لوبه کریم صادق او جاوید احمدي پرانیستله چې دواړو ډیره ښه ملگرتیا وکړه او هر یوه د افغانستان د لوبډلې له پاره ۲۸ او ۲۴ منډې جوړې کړې.
د لوبې تر پایه پورې د افغانستان ټول لوبغاړي ولوبیدل او وتوانیدل چې د نمیبیا لوبډلې ته د ۱۴۸ مڼدو هدف وټاکي. د افغانستان له لوري محمد شاهزاد ۱۴، نوروز منگل ۳، سمیع الله شینواري ۱۲، اضغر ستانکزي ۱۹، محمد نبي ۱۸، گلبدین نایب ۲ او دولت ځدران ۴ منډې جوړې کړې.
په ننۍ لوبه کې افغانستان ډیر ښه فیلدنگ او بالنگ «توپ اچول» وکړل. د افغانستان د لوبډلې لخوا لومړی توپ اچوونکی دولت ځدران وو چې یوازې په لومړي اور «لومړنیو شپږو توپونو» کې ئې د نمیبیا دوه لوبغاړي وسوځاول.
ځادران د لوبي د لومړي توپ په اچولو سره د نمیبیا لومړۍ لوبغاړۍ هم وسوځاوه په دې ترتیب سره ئې لوبې ته یو ښه پیل وروبخښه. ځدران په ننۍ لوبه کې درې لوبغاړې، افتاب عالم څلور لوبغاړي او غزت الله داودزي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د نمیبیا لوبدله وتوانیده چې په ننۍ لوبه کې یوازې ۹۹ منډې جوړې کړي او په دې ترتیب سره ئې افغانستان ته په ۴۸ منډو لوبه وبایلله.
دغه لوبه د دوبۍ په نړیوال لوبغالې کې ترسره شوه.
مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل