1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکیټ لوبډلې نوروز په بریا ولمانځه

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ لوبډلې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوراوي په لوبو کې د خپل ګروپ ټولو لوبډلو ته ماته ورکړه او په دې ترتیب سره ئې په خپل گروپ کې لومړۍ ځای خپل کړ. افغانستان د سې شبنې په ورځ برمودا ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/14OH1
انځور: AP

افغانستان د سه شنبې په ورځ خپله اوومه لوبه له برمودا څخه وگټله او دې هیواد ته ئې په ۱۵ منډو ماته ورکړه. اوس نو افغانستان یوازې د یوې بلې لوبې په گټلو سره نړیوالو شل اوریزو لوبو ته لاره پیدا کوي.

اوس افغانستان په A گروپ کې د ۱۴ نمرو په لرلو سره لومړی ځای لري. په B گروپ کې نمیبیا ۱۴ نمري لري او د خپل گروپ غوره لوبډله ده. افغانستان او نمیبیا به د پنجشنبې په ورځ پخپل منځ کې لوبه وکړي. د دې لوبې گټونکي لوبډله به نړیوالو شل اوریزو لوبو ته لاره پیدا کړي.

که چیرې افغانستان د پنجشنبې د ورځ لوبه وگټي نو ۱۶ نمرې به ئې پوره شي او مستقیماً به د ۲۰۱۲ کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ته لار ومومي خو که دغه لوبه وبایلي نو باید د A او B گروپ د دویمو لوبډلو د لوبې له بریالۍ لوبډلې سره به لوبه وکړي چې د دې لوبې په گتلو سره به هم نړیوال شل اوریز جام ته لاره پیدا کړي. که افغانستان د پنجشنبې په ورځ خپله لوبه وبایلی نو د سکاټلند، آئرلند، کاناډا او یا هم هالنډ سره به خپله دویمه لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکيټ ټیم منډه جوړونکی کریم صادق چې په دې سیالیو کې ډیر ښه ځلیدلی دئ له دوبۍ څخه د تلیفون پر کرښه د المان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې افغانه لوبډله په اوسني وخت کې ډیره ښه ځلیدلې ده او په دې ډاډه دئ چې د نمیبیا لوبډلې ته به هم ماته ورکړي.

د سه شنبې د ورځې په لوبه کې د افغانستان د لوبډلې کپتان نوروز منگل، و نه لوبید او نوو ځوانانو ته ئې وار ورکړ چې خپله وړتیا وښیي. خو افغان لوبډله پر دې وتوانیده چې برمودها ته په آسانې سره ماته ورکړي. د چهار شنبې ورځ د آرام ورځ ده.

که چیرې افغانستان د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو د غوراوي پړاو پایلوبه هم وگټي او دغو سیالیو ته لاره ومومي نو دا به دوهم وار وي چې د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله به نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ولوبیږي.

د کریم صادق په وینا که چیرې افغانستان پایلوبه وگټي نو د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې به له آسترالیا او یا هم د ویسټ انډیز له هیواد سره مخامخ شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغان لوبډله به له دغو دوو لوبډلو سره د ښې لوبې په تر سره کولو بریالۍ شي او که نه،، کریم صادق وایي چې ډاډه ده چې افغان لوبډله به په شل اوریزو لوبو کې ښه وځلیږي. د هغه په خبره تیر ځل افغانستان کافي تجربه نه درلودله او تر ډیرو فشارونو لاندې وه.

د هغه په وینا د ویسټ انډیز او آسترالیا لوبډلې د سپینرانو له اړخه کمزوري دي او د سریلانکا په هیواد کې میدانونه هم د تیزو بالرانو له پاره دومره ښه نه دي. صادق وایي چې افغانه لوبډله به هڅه وکړي چې هغوی د سپنرانو توپ اچوونکو په جال کې راگیر کړي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، وایي چې د نمیبیا لوبډله هم پیاوړې لوبډله ده او خپلې ټولې لوبې ئې گټلي دي او په اوسنیو سیالیو کې ئې تر ټولو ډیرې منډې جوړې کړي دي. هغه زیاتوي چې د افغان لوبډلې د لوبغاړو مورال ډیر اوچت دئ. او په دې به وتوانیږي چې نمیبیا ته هم ماته ورکړي.

د دانش په وینا افغان لوبډله په منډو جوړولو کې ډیره ښه ځلیدلې ده. هغه وایي چې که څه هم د تیز توپ اچوونکی حمید حسن په لوبه کې نه شته خو د دانش په خبره د هغه تشه دولت ځدراڼ ډکه کړې ده. دولت ځدراڼ تیره ورځ د نیپال ۵ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په روانو سیالیو کې هالنډ، پاپونیوگیني، کاناډا، نیپال، برمودها، ډنمارک او د هانگ کانگ لوبډلې له ماتې سره مخامخ کړي دي.

سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش