1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځې ملګرو ملتونو ته: «موږ یې حذف کړي يوو»

۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

افغان ښځو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د «جنسيتي اپارتهايد» د مخنوي په موخه د نړيوالو د جدي ګامونه غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4GmGV
Genf UN Menschenrechtsrat Sitzung
انځور: Photoshot/picture-alliance

د دوشنبې په ورځ په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په يوه غونډه کې د ښځو د حقونو فعالې محبوبه سراج وويل: «دمګړۍ په افغانستان کې بشري حقونه هیڅ نه شته.»

د ښځو د حقونو دې فعالې په څرګند ډول وويل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د خطر زنګ غږيدلی دی او دا چې په دې اړه د هيڅ ډول ګامونو نه پورته کيدو ښځې «زړه تنګې او ستړې» کړي دي.

م.م: نړۍ باید افغان ښځې او ماشومان «هېر نه کړي»

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې تر واکمنېدو وروسته، طالبانو پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه ولګول او هغوی یې عملاً له عمومي ژوند څخه حذف کړې.

طالبانو د هيواد په زياتره ولایتونو کې د نجونو منځني ښوونځي او ليسې تړلي دي او ښځې یې له ډېرو حکومتي دندو منع کړي دي. دې ډلې همدا راز ښځو ته امر کړی دی چې په عامه ځایونو کې ځانونه په برقع او چادرۍ کې پټ کړي.

افغان وکیلې او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانې کميشنرې راضيه صياد د ملګرو ملتونو دې غونډې ته وويل: «د افغانستان ښځې دمګړۍ داسې يوې ډلې ته سپارل شوي دي چې اصلاً د ښځو پر ضد دي او ښځو ته د انسان په سترګه نه ګوري.»

محبوبه سراج په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د دې څرګندونو په تائيد وويل: «موږ د دغه هيواد ښځې، نور هیڅ وجود نه لرو. موږ حذف شوي يوو.» نوموړې د ملګرو ملتونو له دې عالي بنسټ څخه وغوښتل چې د وضعيت د ښه والي په موخه دې د هرې ممکنې لارې کار واخلي.

سراج وويل: «زه له تاسې ټولو خواهش کوم. کوم کار چې دا شورا کولی شي، باید هغه وکړي!» نوموړې زياته کړه چې «که نه نو هیڅ یې په اړه  خبرې مه کوئ» ځکه د افغانستان په اړه (يوازې) خبرې کول ګټه نه لري.

مېرمن سراج او په دې غونډه کې ګډون کوونکو نورو ښځو وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کولی شي د کارپوهانو يوه ډله رامنځته کړي څو له دې ټولو بد چلنونو څخه نظارت وکړي او بيا له مجرمینو څخه پوښتنې ګرويږنې وشي. هغې خبرداری ورکړ: «خدای شاهد دی چې د کوم ډول جنايتونو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.»

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اړه ځانګړي رپوټ ورکوونکي ريچارد بينيت هم د ځواب ورکولو او مسئوليت ته د راکش کولو پر چټکې اړتيا ټينګار وکړ او ویې ويل چې دا وضعيت کیدای شي د «جنيستي اپارتهاید» په توګه تعريف شي.

امریکا: طالبانو د ښځو او قومي لږکیو حقونه او دیني آزادۍ محدودي کړي

د دوشنبې په ورځ لومړی بينيت په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولټال وضعيت په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ او د بشري حقونو شورا ته یې خبرداری ورکړ چې «افغانان په يوه بشري بحران کې ښکيل شوي چې داسې ښکاري نړۍ ورته د ځواب ويلو جوګه نه ده.»

هغه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پر «ګيج کوونکي شاتګ» سربیره په نورو مواردو کې هم د بشري حقونو د تر پښو لاندې کيدو چې په هغه کې د هزاره ګانو او نورو شیعه مذهبو د ځورولو موضوع هم شامله ده، يادونه وکړه.

شعيه هزاره ګان له لسیزو راهېسې ځورول کیږي. پر طالبانو هم تور لګول کیږي چې د ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې یې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې له دغه اقليت سره ناوړه چلن کړی دی.

بينیت وويل چې هزاره ګان او نورې ډلې «په خپل سر نيول شوي، شکنجه شوي، اعدام شوي، په جبري توګه کوچېدو ته اړ کړل شوي، د ماليو په برخه کې ورسره تبعيضي چلن شوی او بې برخې کړل شوي دي.»

د نوموړي په خبره هغوی همدا راز په وار وار د داعش د بريدونو هدف هم ګرځيدلي دي. بينيت د بشري حقونو شورا ته وويل: «داسې بريښي چې دا بريدونه سيسټماتيکه بڼه لري او د سازمان شوي سياست عناصر پکې منعکسيږي.» د هغه په خبره دا بريدونه «د نړيوالو جنايتونو نخښې لري او بايد په بشپړه توګه وڅېړل شي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، بيا د تويتر له لارې دا رپوټ رد کړی دی او ليکلي يې دي: «نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته هیڅ کوم ګواښ متوجې نه دی.«

مجاهد د اقليتونو د حقونو په اړه ليکلي: «د ټولو افغان اقليتونو حقونه خوندي دي.» هغه زياته کړې ده چې د افغانستان له اقليتونو څخه یې «هیڅ يو» هم نه وژل شوی او نه هم زنداني شوی. نوموړي د تويتر له لارې زياته کړې چې د هغو په سونو بريدونو مخه نيول شوې چې هدف یې د اقليتونو عبادتځایونه ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي