1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

افغان چارواکی: وسله والو په غور کې شپږ ملکیان وژلي دي

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د یوه افغان چارواکي په وینا په غور ولایت کې وسله والو کسانو پر یوه موټر برید کړی دی چې په پایله کې یې شپږ ملکیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wAHg
Karte Afghanistan Feroz Koh EN

اسوشتید پرس خبري آژانس د غور ولایت د پولیسو ویاند اقبال نظامي، له قوله لیکلي دي چې په دغه برید کې څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي. د هغه په خبره د ملکي وګړو پر موټر برید د ولایت مرکز فیروز کوه ته څیرمه شوی دی.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پيښې ټول قربانیان هزاره گان دي. د نظامي په خبره د هغوی موټر له هرات څخه د غور پر لور د سفر پرمهال تر بريد لاندي راغلی.

لا تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو طالبان او د هغوی سیاله ډله داعش په غور کې فعاله دي او په تیرو وختونو کې یې د ځينو بریدونو مسوولیت منلی دی.