1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: طالبانو درې قاضيان وژلي

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د افغان چارواکو په حواله په لوگر کې درې تنه قاضيان او د محکمې يو تن مامور طالبانو له موټره کښته کړي او وژلي یې دي. قاضیان له پکتیا څخه کابل ته روان وو.

https://p.dw.com/p/3Sd5I
22.04.2013 DW Online Karten Afghanistan Logar deu

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت، د رويترز خبري آژانس ته وويل چې پېښه د گاونډي لوگر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د هغه په خبره دې قاضيانو په پکتيا کې دنده درلودله.

حسرت زياته کړې: «هغوی په يوه موټر کې سپاره ول چې طالبانو یې موټر پر سړک درلی دی.» ویل شوي چې قاضيان کابل ته پر لاره وو.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې. خو طالبان له اوږدې مودې راهيسې د هغوی جنگيالو ته د سختو سزاو د ورکولو له کبله قاضيان او د محکمو کار کوونکي په نخښه کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، رويترز خبري آژانس ته ويلي چې هغه پر بريد خبر نه دی خو له خپلو سيمه ایزو قوماندانانو څخه به معلومات ترلاسه کړي.

طالبان دمگړۍ د افغانستان ډېرې سيمې په کنترول کې لري. امريکا متحده ایالات هم هڅه کوي د خپل تاريخ دا تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسوي خو اوسمهال له طالبانو سره د سولې خبرې دريدلي دي.

افغان پوليسو ته تلفاتو د شمير په لوړيدو سره حکومت سږ کال په هغو لیرې پرتو سيمو کې چې اکثراً د طالبانو د بريدونو هدف گرځي په سوونه پوستې تړلي دي.

خو اوسمهال ډېر ملکي افغانان شکايت کوي چې طالبانو او نورو وسله والو ډلو د لويو لارو پر غاړو پوستو جوړې کړي دي او د حکومتي کار کوونکو په لټه موټرې پلټي.

bs/ms (Reuters)