افغان ځواکونو یو ځل بیا جاني خیل ولسوالۍ له طالبانو نیولې
۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعهد پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «تر نزدې دوه اوونۍ جګړو وروسته، افغان امنیتي ځواکونه د جمعې په ورځ سهار وختي وتونیدل چې د جاني خیلو ولسوالۍ ونیسي.»
د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز چې شاوخوا ۴۰ زره اوسیدونکي لري د روان کال د جون میاشتې له پای راهیسې څلور وارې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوې ده.
تر دې مخکې افغان ځواکونه د اګست پر څلورمه نیټه د دې ولسوالۍ په نیولو توانیدلي وو خو بیا یوازې شپږ ورځې وروسته، د اګست پر ۱۰مه نیټه طالبانو یو ځل بیا د دې سیمې کنترول په لاس کې ونیوه.
حسرت ویلي دي چې په وروستۍ جګړه کې افغان ځواکونه د امریکا او افغان پوځ له هوايي ملاتړه هم برخمن ول. دغه افغان چارواکي روښانه کړې چې د جاني خیلو بیا نیولو ځکه ډیر وخت ونیوه چې طالبانو په سیمه کې په پراخه کچه ماینونه ځای پر ځای کړي دي.
طالبانو د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې د ولسوالیو پر مرکزونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. یوازې په تیرو اتو اوونیو کې دغې ډلې د نهو ولسوالیو پر مرکزونو باندې بریدونه کړي او له ډلې څخه یې څلور تر خپل کنترول لاندې راوستي. خو ډیر وخت د یوې ولسوالۍ پر مرکز باندې د طالبانو کنترول لنډ مهاله وي.