1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سیاستوال بیا له طالبان سره غونډه کوي

۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکرات تر لغوه کیدو وروسته، چین د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو د کوربتوب له پاره چمتوالی نیسي. تیره میاشت د طالبانو یوه پلاوي هم له چینايي چارواکو سره په دې هیواد کې لیدلي وو.

https://p.dw.com/p/3Rkpg
Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له طالبانو سره مذاکرات لغوه اعلان کړل، چین اوس د افغانستان د شخړې د مختلفو اړخونو د کوربتوب له پاره چمتوالی نیسي. د دې کار هدف د افغانستان د اوږدې جګړې د پای له پاره د حل لار لټول په ګوته شوی دی.

چین چې له افغانستان سره لنډه ګډه پوله لري، له یوې مودې راهیسې طالبان د سولې خبرو ته هڅوي او په دې ترڅ کې د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي تیره میاشت له دغه هیواد څخه لیدنه هم کړې وه. په دغه ملاقات کې د طالبانو استازو له یو شمیر چینايي حکومتي چارواکو سره لیدنې کړې وې.

د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نیټه) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي: «د چین هیواد د محترم ملا برادر اخند په مشرۍ د امارت [د طالبانو] یو لوی هئیت ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.»

شاهین زیاته کړې ده چې په چین کې ترسره کیدونکې لیدنه کتنه به د مسکو د غونډو دوام وي چې ګډون وال به یې د سولې په اړه له شخصي موقف څخه خپل نظرونه شریکوي. هغه ویلي: «یاد کنفرانس په مسکو او دوحه کې د شویو کنفرانسونو لړۍ ده. ټول ګډونوال په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د مسلې د حل د لارو په اړه خپل شخصي نظرونه شریکوي.»

Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

طالبان خپله ډله د امارت په نوم یادوي خو افغان حکومت او نړیواله ټولنه یې په دې نوم په رسمیت نه پیژني.

شاهین لا تر اوسه پورې د چین د غونډې د تاریخ په هکله معلومات نه دي وړاندې کړي او په کابل کې د چین سفارت هم په دې برخه کې د تبصرې له پاره چمتو نه وو. په عین وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان، بیا ویلي چې افغان حکومت د چین له لوري د دغو خبرو د کوربتوب په هکله معلومات درلودل خو په دې هکله یې له تبصرې ډډه وکړه.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي یوه ویاند د چین د ناستې په هکله وویل چې د کرزي دفتر هم د دغې ناستې په هکله معلومات لري او دا چې د دعوت په صورت کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به هم په کې ګډون وکړي. حامد کرزي د روان کال په فبروري میاشت کې د مسکو په کوربتوب له طالبانو سره په دغه راز یوې بلې ناسته کې هم حاضر وو.

د مسکو تر بین الافغاني ډیالوګ وروسته، د روان کال په جولای میاشت کې د حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د استازو او یو شمیر سیاسي څیرو په ګډون یوه ۶۰ کسیزه پلاوي د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره دې ته ورته یوه بله غونډه درلوده.