افغان امنیتي ځواکونو په کندز کې د طالبانو حمله پر شا تمبولې
۱۳۹۵ تیر ۲۹, سهشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د قلعه زال ولسوال محب الله سعیدي، په حواله لیکلي دي چې د یوه قوماندان په شمول اته طالب یاغیان په دغه برید کې وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په نښته کې د افغان امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی او نور څلور تنه ټپیان شوي دي.
ولسوال سعیدي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې یاغیان اوس د ولسوالۍ لیرې پرتو سیمو ته تښتیدلي دي او جگړه اوس دریدلې ده.
زیاته شوې ده چې دغه جگړه د دوشنبې په سهار وختي پېل شوې وه او شاو خوا سل تنو طالب یاغیانو پر ولسوالۍ برید کړې وو.
کندز د افغانستان په شمال کې ناامنه ولایت دی چې تیر کال یې مرکز د څو ورځو له پاره د طالبانو له لوري نیول شوی وو.