1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ډیر سلاکاران ډیرو ساتونکو ته اړتیا لري؟

۱۳۹۶ مرداد ۲۷, جمعه

د بریتانیاوي ځواکونو پوځي کتار د کابل له ګڼه کوڼې سیمې څخه تیریږي. نزدې ۱۲ سرتیري دنده لري چې د دوو نړیوالو مشاورینو امنیت ونیسي. دغه مشاورین غواړي له افغان سرتیرو سره وویني.

https://p.dw.com/p/2iSCu
Afghanistan US Soldaten Patrouille nahe Kandahar Flugplatz
انځور: Getty Images/AFP/Smialowski

که څه هم ماریتونه سره توپیر لري، خو په افغانستان کې د هر بهرني مشاور له پاره څو تنه نور سرتیري په کار دي چې امنیت یې ونیسي. له دې سره نو که په افغانستان کې څو زره بهرني مشاورین کار وکړي نو د هغوی د امنیت د ټینګښت له پاره په زرونو نورو بهرنیو سرتیرو ته اړتیا شته چې د ورځنیو ګواښونو پر وړاندې یې ساتنه وکړي.

دغه موضوع به د ترمپ له پاره هم د جمعې په ورځ چې هغه غواړي د افغانستان په اړه بحث وکړي، مهم وي. ترمپ د جمعې په ورځ په کمپ دیوید کې له خپلو پوځي مشاورینو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کوي چې روښانه شي ایا دې هیواد ته نور سرتیري استوي او که نه.

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو څواکونو له ډلې څخه له ۲۵ سلنه کم یې مشاورین دي، پاتې بیا یا خو د امنیت په برخه کې کار کوي، یا ملاتړي ځواکونه دي او یا هم جنګي نقش لري.

په افغانستان کې میشت بهرني جنرالان غواړي چې په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شمیر زیات شي ځکه هغوی هڅه کوي چې د مشاورینو او عادي سرتیرو تر منځ توازن رامنځ ته شي.

خطرناکه دنده

د مشاورینو امنیت نیول په ځینو وختونو کې ډیره خطرناکه دنده وي ځکه وخت نا وخته د روزنې پر مهال آن پخپله د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو مشاورینو باندې یرغلونه کیږي.

د روان کال د اګست میاشتې پر دویمه نیټه، دوه امریکایي ځواکونه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. هغوی په کندهار کې د یوه کتار په امنیت نیولو بوخت وو. تر دې برید یوه ورځ وروسته بیا یو جورجیایي سرتیری په کابل کې هغه مهال چې د یوه قطار امنیت یې نیوه ووژل شو.

او تر دویم برید بیا یوازې دوه ورځې وروسته، رومانیايي سرتیري چې په کندهار کې د بهرنیو مشاورینو امنیت نیسي، اړ شول چې یو افغان پولیس چې پر بهرنیو ځواکونو یې برید کاوه، ووژني.

یو شمیر بریتانیاوي ځواکونه چې تر دې مخکې یې په ۲۰۱۱ کال کې هلمند ولایت کې د یاغیانو پر وړاندې جګړه کوله، اوس په کابل کې د مشاورینو د امنیت نیولو او د هغوی د لیږد دنده پر غاړه لري.

بریتانیاوي سرتیر رایلي تولیدي، چې خپله دنده یې «ساتونکې فرشتې» ته ورته وبلله، په کابل کې وویل: «موږ د صحنې شا ته یو او هغه وخت چې یو څخه پیښ شي اقدام کوو.»

ډیر سلاکاران ډیرو ساتونکو ته اړتیا لري

آن هغه وخت چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت په خپل اوج کې وو، په دې هیواد کې د میشتو ځواکونو یوې لویې برخط د صحنې تر شا فعالیت کاوه او د اصلي ماموریت ساتنه یې کوله.

اوس مهال په افغانستان کې ۱۲۴۴۷ بهرني سرتیري په افغانستان کې ناټو د «پریکړنده ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. د هغوی له ډلې څخه ۲۸۶۵ تنه یې سلاکاران بلل کیږي. شاوخوا ۷۷۶۶ تنه نور بیا «تسهیلوونکي یا مرسته کوونکي» بلل کیږي چې دنده یې له لوژیستکي چارو نیولې بیا د جنګي الوتکو پورته کولو پورې رسیږي. پاتې ۱۸۱۶ تنه بیا د «قوماندې او کنترول» په برخه کې کار کوي.

د تسهیلوونکو، قوماندې او کنترول له څانګو څخه هم یو شمیر بهرنیان کله نا کله د مشاورینو دنده ترسره کوي. خو دغه شمیرې ښيي چې په افغانستان کې میشت ډیر شمیر بهرني ځواکونه د خپل ماموریت د امنیت په ټینګولو او نورو چارو بوخت دي.

د پنتاګون په حواله د ۲۳۵۰۰ خصوصي امنیتي قراردادیانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې میشت دي، یوازې ۸۰۰ تنه یې روزونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کسان هڅه کوي چې ولسمشر ترمپ قانع کړي چې د افغانستان جګړه خصوصي امنیتي شرکتونو ته وسپاري. په افغانستان کې میشت بهرني پوځيان بیا تمه لري چې ترمپ به افغانستان ته یو شمیر اضافي امریکايي سرتیري واستوي تر څو په دې ماموریت کې د خصوصي قراردادیانو ونډه کمه شي. هغوی همداراز تمه لري چې له دې سره به د مشاورینو او د هغوی د ساتونکو شمیر هم لوړ شي.

امریکایي چارواکي هیله لري چې افغانستان ته د اضافي امریکایي ځواکونو له راتلو سره به د مشاورینو په برخه کې خلا ډکه شي ځکه اوس ناټو د روزنې یوازې ۸۰ سنله غوښتنې ځوابولی شي او پاتې ۲۰ سلنه بیا د مشاورنیو د کمښت له کبله همداسې پاتې کیږي.

 زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: