افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړې استازې استعفا وکړه
۱۳۹۶ تیر ۳, شنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان له پاره د واشنګټن ځانګړي سرپرست استازي لوریل میلر پرته له دې چې د هغه ځای ناستی وټاکل شي، له خپلې دندې استعفا کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر نویرت په دې هکله وویل چې میلر په رینډ کارپوریشن کې د یوې دندې له پاره راځي او زیاتوي چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تر اوسه پورې د هغه د ځای ناستي او پوست په هکله کوم فکر نه دی کړی.
د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي دغه کاري پوست د دې له پاره جوړ شوی چې امریکايي چارواکو پریکړه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ستونزې په خپلو کې سره نغښتې دي او اړینه ده چې په ګډه ورته د حل لار وموندل شي.
په عین وخت کې همدا چې ولسمشر دونلد ترمپ د حکومت واګي په لاس کې واخیستي نوموړي د دپلوماتیکو مصارفو د راټیټولو ژمنه وکړه او ټیلرسن بیا د ګڼ شمیر ځانګړو استازو د کارونو د لمنځه وړلو پلان درلود.
د فرانسې خبري آژنس ته یوه امریکايي لوړپوړي چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي چې دغه پریکړه په اصل کې د یوه تازه پراخ سیمه ایز سیاست یوه برخه ده. نوموړي چارواکي همدا راز وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن په دې فکر دی چې دې ستونزې ته باید په سیمه ایزه کچه د حل لار وموندل شي. د نوموړي چارواکي په حواله ټیلرسن دلیل وړاندې کوي چې په دې معادله کې د هندوستان ګډون یو منطقي کار دي.
بل لوري ته بیا ولسمشر ترمپ پنتاګون او امریکايي چارواکو ته په افغانستان کې د واشنګټن د تر ټولو اږدې جګړې یعنې ۱۶ کلنې جګړې په هکله د پریکړو ډیر واک ورکړی.
د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ښايي افغانستان ته ۵۰۰۰ تازه دمي امریکايي سرتیري ولیږي ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې رغنده رول ولوبوي او د طالبانو ورانکاره کړنې محدودې کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.05.2017):