۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبهد سولې عالی شورا غړې اصیلا وردک، چې په قطر کې د آلمان او د دې هیواد په کوربتوب له طالبانو سره د بین الافغاني ناستې ګډونواله ده، له دویچه ویله سره د دې غونډې د جزئیاتو په اړه غږیدلې ده. هغې وویل چې تر اوسه پورې شوي بحثونه عمومي دي او ښايي تر دې وروسته او د دوشنبې په ورځ د مسائیلو پر جزئیاتو خبرې وشي.