«غير قانوني گډوال نایورو او نوي گینه ته لېږو»
۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سهشنبهد استرالیا لومړۍ وزیري یولیا گیلارد، په داسي حال کې د دغه خبري اعلان وکړ، چې یوه بله کښتۍ چې پکښې ۶۷ گډوال سپاره ول د استرالیا په اوبو کې ورکه شوې ده. دغي کښتۍ شاوخوا يوه مياشت پخوا له اندونیزیا څخه حرکت کړی وو، او کيدای سي چي ډوبه شوې وي.
د استرالیا د کورنیو چارو وزیر جیسو کلیر، د خپل هیواد له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «داسي هیڅ شواهد په لاس کې نه شته چې دغه کسان دي استرالیا ته را رسېدلي وي.»
ډیري کسان د ځاني خطرونو په منلو سره، په کښتیو کې خپل ځانونه د اندونیزیا له لاري استرالیا ته رسوي او هلته د سیاسي پناه غواړي.
یوازي په روان کال کې په نزدې سلو کښتیو کې تر ۷۰۰۰ ډیر غیر قانوني کډوال د استرالیا کریسمس ټاپو ته رسیدلي دي. د دغو کډوالو په ډله کې ډیري ئې د افغانستان، عراق او سریلانکا وگړي دي چې د جنگونو او بې وزلۍ له کبله له خپلو هیوادونو څخه گډه کېدو ته مجبوریږي.
دوې اونۍ پخوا د استرالیا او اندونیزیا تر منځ په اوبو کې دوې کښتۍ ډوبې شوې، چې شاوخوا ۹۰ کډوال پکښي مړه شول. تر دې پېښو وروسته د استرالیا لومړۍ وزیري یو کمیسیون وټاکه چې د کډوالو په اړه څېړني وکړي او د ستونزي د حل له پاره خپل وړاندیزونه وکړي.
د دغه کمیسیو مشري د استرالیا پخواني د دفاع وزیر انگوس هوستون، کوله. هغه پخپل رپوټ کې لومړۍ وزیرې یولیا ته وړاندیز کړی دئ چې باید د نایور په جمهوریت او نوي پاپوا گینه هیواد کې د کډوالو د ساتنې مرکزونه پرانیستل شي چې نور کډوال استرالیا د رارسیدو له پاره دومره خطرونه پر خپل ځان و نه مني.
د استرالیا لومړۍ وزیرې دغه وړانديزونه منلي دي او د دې له پاره چې هغه په قانون بدل شي د پارلمان د تأیید له پاره ئې استولي دي. د نایور په جمهوریت او نوي پاپوا گینه هیواد کې د کډوالو د ساتلو مرکزونه نزدې لس کاله پخوا جوړ شوي ول.
د بشري حقونو فعالانو د دې وړاندیزونو عملي کیدل د استرالیا د کډوالو په پالیسي کې یو پر شا تگ بللی دئ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل