1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال له ډوبیدونکې کښتۍ څخه وژغورل شول

۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعه

استرالیایي سمندري ځواک هغه یو کوچنۍ بیړۍ چې له سلو څخه زیات کډوال پکښې سپاره ول او نزدې وه چې ډوبه شي، ژغورلې ده. په بیړۍ کې افغان، سریلانکايي، پاکستاني او ایراني کډوال سپاره ول.

https://p.dw.com/p/15nis
انځور: AP

په وروستیو وختونو کې استرالیا ته د بهرنیو کډوالو د تلو بهیر توند شوی دﺉ. د کډوالو دغه بیړۍ د اندونیزیا په سمندري اوبو کې د استرالیا کریسمیس نومې ټاپو ته نزدې شوې وه چې په ناڅاپي توګه په ډوبیدو شوه.

د استرالیا د کډوالو د ادارې یوه چارواکي کریس بوون، رسنیو ته وویل چې په بیړۍ کې هغه کډوال سپاره ول چې په هیوادونو کې ئې یا جګړه روانه ده او یا د فقر او بې وزلي کچه پکښې ډیره لوړه ده. کریس بوون زیاته کړه چې په دغه بیړۍ کې چې د استرالیایې د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوې ده ۲۱۱ کډوال سپاره ول چې ډیری ئې له سریلانکا، افغانستان، پاکستان او ایران څخه راغلی دي.

په ۲۰۰۷ کال کې د استرالیا د کارګر ګوند له ټاکلو راهیسې دا لومړی ځل دئ چې دومره زیات کډوال له یوې بیړۍ څخه ژغورل کیږي. وخت نا وخت د کډوالو داسې بیړۍ چې د زیات شمیر خلکو د لیږدولو ظرفیت نه لري، په لوی سمندر کې ډوبیږي او یا د ډوبیدو له خطر سره مخامخیږي.

د هغو هیوادونو ډیری کډوال چې پکښې کورنۍ جګړه دوام لري او یا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، پر داسې خطرونو سربیره استرالیا ته مخه کوي. یوازې په روان میلادي کال کې په ۱۰۸ کوچنیو بیړیو کې ۷۳۶۴ کډوال د خطرونو په منلو استرالیا ته تللي دي. دا د تیر میلادي کال په پرتله د کډوالو په شمیر کې ۳۰۰۰ زیاتوالی ښیي.

د رپوتونو له مخې د کډوالو د ژغورنې هڅې کړکیچنې شوې دي. د هغوی په شمیر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دئ چې استرالیا د خپلو ساحلي څنډو په شمال کې د کوچنیو ګړندیو بیړیو ګزمې زیاتې کړي.

د استرالیا صدراعظمې جولیا گیلارد یو درې کسیږ پلاوی ټاکلی دئ چې په راتلونکې اونۍ کې استرالیا ته د کډوالو د راتلو د مخنیوي له پاره یو پلان جوړ کړي. د دغه پلاوي ریاست د استرالیا د پوځ پخوانی عمومي قوماندان انګوس هوستن، پر غاړه لري.

د استرالیا د حکومت هغه قانون تصویب نه شو چې له مخې ئې د ډوبیدو په حال کې کډوال ژغورل کیږي خو بیرته بیا مالیزیا ته استول کیږي. یو زیات شمیر کډوالو استرالیا ته په غیر قانوني ډول سفر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. د جون په نیمایي کې په داسې یوه سفر کې ۹۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش