1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا پارلمان د کابل ګډوډۍ وروسته د پوځي پانګوني غوښتنه کړې

۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبه

د اروپا پارلمان له غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې خپله دفاعي همکاري تقویه او په دې برخه کې پانګونه وکړي تر څو له امريکا څخه خپلواکه شي.

https://p.dw.com/p/40PQE
Belgien EU Brexit | Ursula von der Leyen
انځور: Francisco Seco/AP Photo/picture alliance

د اروپا پارلمان د اروپايي اتحادیې له غړو څخه دغه غوښتنه له افغانستان څخه د امریکايي قواوو تر نامنظمو وتلو وروسته کړې ده. د کابل په تخلیه کې ولیدل شول چې اروپايي هیوادونو په دغه ډول حالاتو کې د امريکا په پوځي ملاتړ پوري تړلي دي. 

د دغې پريکړه په یوه خاکه کې چې تمه ده په شتراسبورګ کې به تصویب شي، راغلي دي: «اروپايي اتحادیه باید د پوځي پوهاوي، څار او کشف، استخباراتو او د ستراتيژيکو الوتکو په برخه کې پانګونه وکړي.»

دغه غیر الزامي پریکړه د کابل څخه د تخلیې پروګرام پر وخت د اروپايي ځواکونو ناتوانۍ ته اشاره کوي چې باید دغه ځواکونه د کابل هوايي ډګر په څير د یو هوايي ډګر امنیت د امريکا د ملاتړ پرته و نیولی شي.

په دغې طرحه کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر پلان هم نیوکه شوې ده. د اروپا پارلمان غړي د امریکا دغه پلان یو اړخيز بولي چې د ناټو متحدانو سره په داسې حال کې چې ډېر يې د اروپايي اتحاديې غړي دي، د موثرې همغږۍ پرته ونیول شو.

Afghanistan I Evakuierung von Zivilisten der USA und ihrer Partner aus Kabul
د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه د تخليې پروګرا پر مهالانځور: Sgt. Samuel Ruiz/U.S. Marine Corps/AP/picture alliance

په دغې طرحه کې له افغانستان څخه نامنظم وتل، د لويديځ د بهرني او امنيتي سیاست یوه ناکامه ټولګه ښودل شوې چې په لنډمهاله کې يې د لویديځ اعتبار ته زیان رسولی دی.

د کابل د تخليې په پروګرام کې له واشنګتن سره وابستګي، په اروپايي اتحادیه کې يو نوی او محرک تصمیم رامنځ ته کړی. دغه تصمیم چې د چټګ غبرګون ځواکونو د تاسیس په اړه دی.

د دغه ډول ځواک د رامنځ ته کولو له پاره د اروپايي اتحاديې هڅې څه باندې یوه لسیزه مخکې شنډې شوې. دلیل يې په ۲۰۰۷م کال کې د جګړیزو ډلو د يو سیستم رامنځ ته کول وو. خو له ۱۵۰۰ ځواکونو څخه متشکل دغه پوځي سیستم هیڅکله هم کار وا نه خیستل شو. لاملونه یې د هغه د تمویل پر سر اختلافات او استخدام سره يې نه ليوالتيا ښودل شوي دي.