1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې ټولنه غواړي د مهاجرت په سیستم کې انقلابي بدلون راولي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د اروپایې ټولنې کمیسیون پر یوې داسې طرحې باندې کار کوي چې مخکې به یې د مهاجرو د دوسیو څیړنه د غړو هیوادونو په لاس کې نه، بلکه د اروپایانو په اختیار کې وي. همدارنگه د دوبلین سیستم هم تر ارزونې لاندې دې.

https://p.dw.com/p/1IPPc
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د «دي ویلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د یوه رپوټ پر بنسټ د اروپایې ټَولنې کمیسیون غواړي چې د پناه غوښتنې په سیستم کې پراخ اصلاحات وړاندیز کړي. ورځپاڼۍ ویلي دي چې د دغې طرحې له مخې چې ټاکل شوې ده د راتلونکي چهارشنبې په ورځ اعلان شي، د نورو ترڅنگ به د پناه غوښتونکو دوسیو ته د رسیدگۍ مسئولیت له ملي سطحې څخه اروپایې سطحې ته انتقال پیدا کړي.

دا په دې معنی چې په ځانگړي توگه د (EASO) یا د مهاجرت د ملاتړ اروپایې اداره به له یوې عادي اروپایې ادارې څخه د پناه غوښتونکو د دوسیو په هکله پر یو باصلاحیته او تصمیم نیوکي آژانس بدل شي. د اروپایې اتحادیې په ټولو غړو هیوادونو کې باید د دغې ادارې یوه څانگه موجوده وي.

«دي ویلټ» ورځپاڼې د اروپایې کمیسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو په حواله لیکلي دي: «له دې سره به یو مرکزي پریکړه کوونکي مکانیزم رامنځته شي، او په دې توگه به د ارزونې په بهیر کې یوه بشپړه همغږي رامنځته شي او د هغو کسانو چې حفاظت ته ضرورت لري د دوسیو په هکله به یوه مناسبه ارزونه ډاډمنه شي.»

اروپایې کمیسیون د دوبلین پر موجوده سیستم چې له مخې یې د کډوالو ویش ترسره کیږي هم نیوکه کړې ده. دغه سیستم د مهاجرو په روان کړکیچ کې ښه نتیجه نه ده ورکړې. یو شمیر محدود غړي هیوادونه باید تر ټول ډیر بوج پر غاړه واخلي.

«دا یو داسې وضعیت دی چې د هر مخامخ شوي هیواد امکانات یې ځپلي دي». د دوبلین د قانون له مخې کله چې یو کډوال په لومړي سر کې د اروپایې ټولنې یوه غړي هیواد ته داخل شوې وي، باید په هم هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

دا په دې معنې چې هغه هیوادونه چې د اروپایې ټولنې په باندنیو سرحدونو کې موقعیت لري باید تر اندازې زیات بوج پورته کړي، د بیلگې په توگه په اوس وخت کې تر ټولو زیات یونان.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب