1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې ته د مهاجرو د بېرته استولو لړۍ پېل شوه

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۶, دوشنبه

له یونان څخه ترکیې ته د پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر پیل شو. په یونان کې لیسبوس ټاپو ته په سرویسونو کې خلک رسول شوي دي، چې د تگ اراده یې نه درلوده. د کښتیو هدف د ترکیې دیکیلي بندر ته رسیدل دي.

https://p.dw.com/p/1IOsp
Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

د دوشنبې په ورځ سهار وختي شپږ بجې د لیسبوس ټاپو ته د خلکو د لیږدولو بهیر پېل شو. د یوناني رسنیو د رپوټ له مخې په ټوله کې ۲۰۲ انسانان د لیسبوس او خیوس ټاپو گانو ته لیږدول شوي دي چې هدف یې د ترکیې دیکیلي بندر ته رسیدل دي.
د خبري آژانسونو په حواله د دغو کسانو زیاتره برخه پاکستانیان دي، خو پکښې بنگله دیشیان او افریقایان هم شته. دغه رپوټ د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرونټکس له قوله ورکړل شوی دی. د فرونټکس ویاندې ویلي دي چې دغو کسانو د پناه غوښتنه نه وه کړې.

حالت آرامه وو

لا تر اوسه له دغه ځای څخه د ناکراریو کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی. په اصل کې باید په درو ورځو کې ۷۵۰ مهاجر د یونان له لیسبوس ټاپو څخه د ترکیې دیکیلي بندر ته یوړل شي. د دویچه ویله د رپوټ له مخې اوس د دغو کسانو شمیر ۲۵۰ تنو ته هم نه رسیږي او د دغه بهیر تر پیلیدو لږ څه د مخه ډیر شمیر اغیزمن شوي کسان د پناه غوښتنه کوي.

له یونان څخه ترکیې ته د هر استول شوي سوریایي وگړي په بدل کې اروپایي اتحادیه د ترکیې د مهاجرو له کمپونو څخه په رسمي توگه یو سوریایي مهاجر مني، څو په ټوله کې دغه شمیر ۷۲۰۰۰ تنو ته رسیږي. په دې ترتیب په پام کې ده چې د پناه غوښتونکو د هجوم او او همداشان د انساني قاچاق وړونکو د کاروبار مخه ونیول شي. دغه څه په هغه یوه تړون کې یاد شوي دي چې تیره میاشت د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ لاسلیک شو. دا چې د عمل په ډگر کې به دغه څه پلي شي، لا هم بې ځوابه پاتې ده. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې او یکشنبې په ورځو ډیر شمیر مهاجر له ترکیې څخه د آژه سمندرگي له لارې یونان ته رسیدلي دي.

دغه تړون د آلمان له پاره څه معنی لري؟

د آلمان حکومت لا مخکې ویلي دي چې په لومړني گام کې له ترکیې څخه ۱۶۰۰ سوریایي مهاجر مني. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د اړتیا په صورت کې به نور ۱۳۵۰۰ ځایونه تش پریږدي، چې په دې ډول مجموعا دغه شمیر تر ۱۵۰۰۰ کسانو پورې رسیږي. له خپلو کورنیو او ماشومانو سره ۳۵ سوریایي پناه غوښتونکي لومړني کسان دي چې په رسمي توگه د دوشنبې په ورځ د آلمان هانور ښار ته رسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب