آيا طالبان دسرحد په دواړو خواوو کښي جنګيدلای سی
۱۳۸۸ آبان ۵, سهشنبهدپولوڅخه آخوا په افغانستان کي دنړيوالي ټولني پوځ هم ډير جدي دی . په افغانستان کي دناټو عمومي قوماندان جنرال مک کريستال همدا دسپتمبر دمياشتي په 22نيټه افغانستان ته دنورو عسکرو داستولو غوښتنه وکړل . پدې دليل چي که طالبان افغانستان ته بيرته ستانه شي القاعده هم ستنيږي .
دپاکستان پوځ له 2001کال راهيسي څوڅو ځلي پرته دکوم برياليتوب له لاسته راوړلوڅخه هڅه کړيده چي دافغانستان اودپاکستان ترمنځ ګډه پوله دطالبانوله وجود څخه پاکه کړي . دپاکستان حکومت تراوسه څو څو واري له طالبانو سره ځيني هوکړي کړيدي، خو دافغانستان اودپاکستان ترمنځ ډير اوږدسرحد داسي اسانه کنتروليدای نسي . داسيمه د دواړو خواوودطالبانودپه شاتګ اودپټيدو ځای دی . دالمان دتروردڅيړنو او امنيتي سياست دانستيتوت مشر رولف توپهوفن وايي چي دسرحد دواړو خواو وطالبان، دامريکا دمتحده ايالتونودپوځ، اودهغو دمتحد اوملګري پاکستاني پوځ ترمنځ، بي اعتمادۍ څخه هم ګټه اخلي .
72 کلن توپهمفن زياتوي چي له ټولو څخه ستونزمنه خبره دپاکستان دامنيتي ځواکونو اودطالبانوترمنځ په ځني مواردوکي نژديوالی دی چي بايدمبارزه ورسره وسي .توپهوفن زياتوي :
لکه هسي چي ټول خبردي طالبان په پاکستان کي له هغوپخوانيو کسانو څخه چي نژدې والی يي ورسره درلوده ،مرسته ترلاسه کوي . تل بيا بيا پردې باندي بحثونه کيږي چي ترکومي اندازي پوري دا ارتباطات لاموجود دي؟ او دغه کسان څوک دي ؟ داډيره مهمه پوښتنه ده ځکه چي دپاکستان ډيری سرحدي پوليس پښتانه دي اودپښتنو په سيموکي اوسيږي . ددوی اقارب اوخپلوان له پولي څخه آخواهم سته ،او پدې باندي توپهوفن ښه پوهيږي، ځکه چي دی دازاده ژورناليست په حيث پخوا څوڅو واره افغانستان اوپاکستان ته تللي وو .
دناټو په يوه غونډه کي دپاکستان داستخباراتو يوه منصبدار خپله کيسه ورته کړې، چي دی يې دلته دهغه له خولي رانقل کوي .او وايي:
«زه پښتون يم . زه دهمدي سرحدي سيمي يم، زه به هيڅکله خپل تربور که زه پوه سم چي څه وخت له سرحدنه کلشنيکوف په لاس را تيريږي، ونه نيسم . »دا لنډه کيسه ښيي چي ددوی ترمنځ اړيکي څومره نژدې دي، اودافغانستان او دپاکستان طالبانوته څومره ستره تکيه ده .
نو طالبان په دوو جبهوکي جنګيږي : دافغانستان په جنوب کي چيري چي دوی دخلکوپر حمايت باندي حساب کولای یي، اوچيري چي دفشارونوله لاري کمزوري سيمه ايز حکومتي چارواکي له قدرت څخه غورځولای شي . او دپاکستان په لوري کي طالبان په جنوبي وزيرستان کي دپاکستان له تحريک طالبان سره په ګډه دپاکستان دپوځ پر ضدجنګيږي . ايطالوي دسياسي علوموپوه اود« قران ،کلاشنيکوف اوليپټوپ » په نامه کتاب ليکونکی ډاکتر انتونيو ګيوستوزي وايي : « سړی دطالبانو په برخه کي په ددو جبهو کي دجنګ کولو خبره نسي کولای » .
دی زياتوي ،
«دطالبانو په منځ کي دوه بيل بيل دريزونه سته . دهغو افراطي اړخ چي مشر يي حکيم ا لله مسعود دی، پدې عقيده دی چي په دوو جبهوکي جنګيدای شي . پداسي حال کي چي په واقعيت کي په يوه جبهه کي جنګ کوي .»
رولف توپهوفن دطالبانو دعملياتو په اړه وايي :
که پوځ په سرحدي سيمه کي دطالبانو دفعاليتونو پر مخنيوي باندي بريالی نسي ، نوبيرته به راسي . دوی به هلته ځاي ونيسي اودالوبي به دسره پيل شي . اويا داچي لکه هماغسي چي پخواهم څو څو ځلي شويدي، دپاکستان پوځ له يوه اويابل قامي مشر سره ددارامۍ دراوستلو لپاره معاملې اومعاهدي وکړي . خو دآرامۍ دراوستلو لپاره به دغه ډول معاملي داوږدې مودې په ترڅ کي پاکستان ډير کمزورې کړي ،چي ورسره به په افغانستان کي له ترورسره مبارزه هم کمزوري شي .
ميلاني ريدل / رحيله اميري
کتونکی : محمد قاسم نوري