آلمان په کندهار کې پر پخوانیو پروژو تمرکز کوي
۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبهپه افغانستان کې د آلمان سفير مارتین ياګر، د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې له دولتي مسوولينو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د ښووني او روزنې په برخه کې به له دې ولایت سره خپلې همکارۍ پراخه کړي.
آلمان څه نا څه شپږ لسیزې وړاندې په کندهار کې د ميخانيک په نامه لیسه لرله چې په بیلا بيلو برخو کې يې په سلهاو زده کوونکي روزل.
د آلمان سفير په کندهار کې له دغې لیسې څخه د ليدنې پر مهال وویل چې هیواد به یې يو ځل بيا د يادې لیسې د ښه فعاليت په موخه ځينې ښوونکي او زده کوونکي د بوروسونو له لارې دعوت کړي. مارتین ياګر وویل: «موږ دلته خپلې پروژې بيا راژوندۍ کوو. هيله لرو چې کندهاريان به د مخکنيو کلونو په شان له موږسره په ګډه کار وکړي. زه ډاډ لرم چي زموږ ګډ کار به ښې پايلي ولري.»
د آلمان او افغانستان هيوادونو تر منځ په لومړي ځل ديپلوماتيک تړون په ١٩٢٠ کال کې لاسليک شو. د دغه تړون له مخې دواړو هيوادونو پر فرهنګي اړيکو هوکړه وکړه. په ١٩٢٤ کال کې د آلمان هيواد له خوا يو باب ښوونځى په کاپل کې د آلماني مکتب په نامه تاسيس شو. دوه کاله وروسته بيا د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ تړون هم وشو او بالاخره په ١٩٢٨ ميلادي کال کې آلمان ته د غازي امان الله خان رسمي سفر د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ اړيکې نورې هم پياوړې کړې.
د کندهار د والي وياند دوا خان مينه پال، له دویچه ویله سره په خبرو کې خپل ولایت ته د آلمان د سفیر د سفر په اړه وويل: «کندهار او المان تر نيمه پیړۍ زياته دوستي لري. هغوى دلته پخوا استادان لرل او په ميخانيکي لیسه کي يې زموږ کندهاري زده کوونکي روزل. اوس يو ځل بيا غواړي په کندهار کي خپله زړه دوستي تازه کړي.»