1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي څلور تنه «تښتوونکي» په اعدام محکوم سول

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د کندهار ښاري محکمې ۴ تنو تورنو کسانو ته د وژولو او انسان تښتووني په جرم د اشد مجازات يا اعدام سزا واورول. ويل کيږي، چي دغه تورن کسان د شاه وليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د يوې امنيتي پوستې ساتونکي ول.

https://p.dw.com/p/1C1lY
انځور: DW/Ibrahim Spisalai

د محکمې د مالوماتو له مخي يادو تورنو کسانو درې تنه ميله وال ځوانان لومړى بنديان کړي او بيا يې د يوه «فيلډر» موټر او يو ميليون پاکستانۍ کلدارو د غوښتني د نه پوره کېدو په پايله کي د شپې له خوا وژلي دي.

دغو څلورو سرو کسانو ته نن د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۷) د کندهار د ښکاره محکمې په انګړ کي د ښاري محکمې د رئيس قضاوتمند عبدلحليم مسلم له خوا د اعدام حکم واورول سو:

«تاسي څلور تنه هر يو: محمد هاشم د ضياء الدين زوى، حمدالله د نظرمحمد زوى، محمد جان د عبدالوهاب زوى او اخترمحمد مشهور په قاري د بازمحمد زوى. د درو کسانو د تښتوني او وژولو په جرم د جزاء قانون د ١٥٧ مادې د په نظر کي نيولو سره په اشد مجازات يعني په اعدام محکوم سوی، دا پرېکړه اخري نه ده تاسي کولاى سئ، چي بلي محکمې ته هم مراجعه وکړئ.»

د وژل سوو وارثينو د تورنو کسانو د په عام محضر کي د سزا ورکولو غوښتنه کول، خو تورنو کسانو ويل چي دوى پر ناحقه نيول سوي او په دې جرم کي هيڅ لاس نه لري. خو د وژل سوو کورنيو غړو ويل چي دوى کره شواهد لري، چي دغه څلور سره «مجرمين قاتلان» دي او بايد د خلکو په مخکي سزا ورکړل سي.

تورنو کسانو وويل: «موږ په دې کيسه هيڅ خبر لا نه يو، هسي يې پرموږ لاس نيولى دى، وايي تاسي خلک وژلي دي.»

خو د مقتول کورنۍ غړو بیا پر ږغ کړل: «درواغ مه واياست موږ سم اسناد لرو، چي تاسي زموږ خلک وژلي او بيا مو تر خاورو لاندي کړي دي.»

په همدغه قضيه کي يو بل کس ته د حال پټولو په تور محکمې دوه کاله د تنفذي بند سزا هم ورکړه.

دغه تورن کس هم ويل چي پر ټاکلي وخت يې يوازي خپل قومندان ته حال ويلى او خپل مسئوليت يې سرته رسولى دى.

د کندهار عام اوسيدونکي هم دغه شان کسانو ته د سختو سزاګانو غوښتنه کوي او زياتوي چي په دې لار کي بايد د چا مراعت نه وسي.

کندهاريان وايي چي مجرمينوته په ښکاره سزا ورکول، د نورو ورته کسانو د عبرت سبب گرځي. د دوى په خبره په دې سره کيداى سي چي د جرمونو ګراف راکښته سي.