آلمان ـ زده کوونکي د يو افغان مهاجر د اخراج مخنيوی کوي
۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبهسميع په ريګنسبورګ ښار کې ژوند کوي. هغه غواړي په دغه ښار کې د حرفوي زده کړو يوه دوره بشپړه کړي، خو د بايرن ايالت حکومت غواړي چې هغه بيرته افغانستان ته ديپورت کړي. دا مهال په «ريګنسبورګ» ښار کې د يو افغان مهاجر د اخراج خبرې ډيرې تودې شوي دي.
د دغه افغان مهاجر بشپړ نوم عبدالسميع نادري دی چې تر ډيره يوازې د سميع په نوم ياديږي. هغه په آلمان کې د دوه کلونو په تيرولو سره په دې توانيدلی دی چې ځان په آلمانۍ ټولنه کې په ډيره ښه توګه ادغام کړي.
د آلمان د کورنيو چارو نوی وزير: اخراج زياتوو
«د افغان مهاجرو اخراج دې عاجل بند شي»
۱۱۶۰۰ کسانو لاسليکونه
اوس په «ريګنسبورګ» ښار کې د سميع ټولګيوال غواړي چې د دغه پناه غوښتونکي د اخراج د مخنيوي په موخه په کلکه مبارزه وکړي. دغه زده کونکي توانيدلي دي چې تر اوسه د انترنيت له لارې له ۱۱۶۰۰ څخه ډير لاسليکونو ترلاسه کړي. د سميع ملګرو د دې کار ترڅنګ، خپل ټولګيوال څخه د لا ملاتړ جذبولو په موخه، په انترنيټي پاڼه کې د لاسليک ټولنې د بهیر يوه ويډيو هم خپره کړې ده. دغو زده کونکو ويلي دي: «سميع بايد مونږ سره پاتې شي، ځکه هغه اوس د ښوونځي د ټولنې يوه برخه ده.»
افغانستان د امن هيواد په توګه؟!
سميع آلمانۍ ورځپاڼې «ولت» ته ويلي دي چې هغه مجبور شو چې له افغانستان څخه وتښتي، ځکه طالبانو يې کورنۍ په قتل رسولې وه. خو دا چې د آلمان پارلمان يا بوندستګ افغانستان د يو امن هيواد په توګه درج کړی دی، افغانستان ته د ردشویو افغان مهاجرو اخراج هم قانوني ګڼل کيږي.
وروسته له هغې چې د ۲۰۱۷ کال په می مياشتې کې په کابل کې د آلمان سفارت مخته ستره بمي چاودنه رامنځ وشوه، آلمان د افغان مهاجرو د اخراج په موقتي توګه ودراوه.
اوس نه يوازې د سميع ټولګيوال، بلکه د مهاجرو ملاتړکونکي او يو شمیر چارواکي هم په بالقوې توګه غواړي چې له آلمان څخه د افغان مهاجرو اخراج ودرول شي.
فوکوس / ع. ح/ م. ک. ص
د اخراج پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: