«د افغان مهاجرو اخراج دې عاجل بند شي»
۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبهد آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو استازي اولا یلپکه، د "کولنه شتات انسایگه" آلمانۍ ورځپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۸) وویل: «کله چې موضوع په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموريت د توجیه کولو پر سر وي، نو په دې صورت کې د آلمان حکومت هیڅ ستونزه نه لري چې په دغه هیواد کې په دوامداره توګه د امنيتي وضعیت پر خرابیدو اعتراف وکړي.»
یلپکه پر دې سیاست نیوکه وکړه: «د دې پر ځای چې د آلمان حکومت د افغان پناغوښتونکو په برخه کې له دې وضعیت څخه زده کړه وکړي، دوی د ادغام له پروګرامونو څخه محروموي، اخراج ته یې دوام ورکوي او غواړي چې په راتلونکي کې ظاهراً په خپله خوښه بیرته ستنیدنې ته یې اړ باسي.» د کیڼ اړخو دغې استازي د حکومت دا ډول سیاست«تحقیقر امیزه او بدبینانه» وباله.
یلپکه همدارنګه وویل: «د افغانستان د امنيتي وضعيت اړوند رپوټ په څرګند ډول ښيي، چې په دې هیواد کې هیڅ امنه سیمه نشته» هغې زیاته کړه: «څوک چې سره له دې هم انسانان افغانستان ته بیرته ستنوي، مخکې له مخکې پوهیږي چې دغه کسان به ټپیان او یا هم ووژل شي».
زرغون ګوند هم په عاجل ډول د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ بندولو غوښتنه وکړه. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازۍ لوئیزه امتسبرګ، د "کولنه شتات انسایگه" ورځپاڼې ته وویل: «د آلمان د حکومت رپوټ په وضاحت سره ښئې چې افغانستان ته اخراج باید ودرول شي.»
دغې سیاستوالې زیاته کړې ده: «د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزمن وو او هماغه شان پاته شوی دی. د هغې په خبره کله چې د آلمان حکومت په دغه هیواد کې د خپل ملکي ماموريتونو له پاره شرایط په وضاحت سره لا زیات خراب شوي اټکلوي، بیا نو نه شي کیدای دغه وضعیت د افغان مهاجرو د اخراج له پاره مناسب وبلل شي».
د آلمان کابينې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۷) په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د شمیر په هکله د اعظمي اندازې د لوړولو پریکړه وکړه. کابینې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله باید په راتلونکې کې د ۹۸۰ پر ځای ۱۳۰۰ آلماني سرتیري د هندوکش د حوزې په دغه هیواد کې حضور ولري.
آلماني سرتیري د «پریکړنده ملاتړ» د روزنیز او مشوره ورکونې ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري. سربیره پر دې آلمان د افغانستان د ملکي بیارغونې په برخه کې هم مهمه ونډه لري.
زموږ له ارشيف څخه: