آلمان تيرکال يوازې ۴ سلنه پاکستاني مهاجر منلي دي
۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبهد مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) روانه اوونۍ په آلمان کې د ۲۰۱۷ کال مهاجرو او پناه غوښتونکو په اړه يو تفصيلي رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير له قوله ويل شوي دي چې ۲۰۱۷م کال، په آلمان کې د مهاجرو په شمير کې د تيرو کلونو په پرته د پام وړ کموالی رامنځ ته شوی دی.
د ارقامو له مخې، په ټول ۲۰۱۷م کال کې آلمان ته په مجموعي توګه ۱۸۶ زره مهاجر راغلي دي. په دغه کال ۲۲۲ زره نوې د پناه غوښتنې آلمان ته سپارل شوي دي چې په هغو کې نژدې ۴۵۰۰ يې د پاکستاني مهاجرو دي.
په دې اړه نور مطالب:
له جرمني د پاکستاني مهاجرو اخراج
په ۲۰۱۷ کال آلمان کې څه شمیر پاکستاني مهاجر منل شوي دي؟
د تيرو کلونو په څير، په ۲۰۱۷م کال کې هم آلمان کې د هغو پاکستاني مهاجرو شمير ډير لږ وو چې د پناه غوښتنې يې منل شوي دي. په دې هکله تر ټولو تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې د ۲۰ زرو څخه ډيرو پاکستاني مهاجرو د پناه غوښتنو ته ځوابونه اورول شوي چې يوازې ۴ سلنه دا يې منل شوي دي. په دې ترتيب د پاتې څه باندې ۱۹ زره پاکستاني مهاجرو (۹۶سلنه) د پناه غوښتنې رد شوي دي.
په آلمان کې د افغان مهاجرو ۴۴ سلنه د پناه غوښتنې منل شوي دي، چې دا شميره د پاکستاني مهاجرو په پرتله ډيره لوړه ده. د سوريايي مهاجرو بيا څه باندې ۹۲ سلنه د پناه غوښتنې منل شوي دي.
د ردشويو فيصلو پر وړاندې له سره عريضې
په آلمان کې د مهاجرو له پاره دا امکانات شته چې کله يې د پناه غوښتنه رد شي، محکمې ته بيا ځلې خپله د پناه غوښتنې درخواست وکړي.
د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله، دغې ادارې په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۴۲۲ تنو پاکستاني مهاجرو د پناه پر غوښتنو د دوهم ځل له پاره کتنې کړي دي.
د دوهم ځل کتنو او څيړنو په پايله کې يوازې د يوه پاکستاني مهاجر د پناه غوښتنه منل شوې ده او ۳۹ سلنه نورو پاکستاني مهاجرو ته بيا په آلمان کې د اوسيدو موقتی اقامې ورکړل شوي دي.
په ۲۰۱۶ کال کې په مجموعي توګه د څه باندې ۱۰۰۰ تنو پاکستاني مهاجرو د پناه پر غوښتنو دوهم ځلي کتنې ترسره شوي دي.
په وروستيو پنځو کلونو يعنې د ۲۰۱۳م کال له پيله د ۲۰۱۷م کال تر پايه پورې نژدې ۳۵ زره پاکستاني مهاجر له آلمان څخه د سياسي پناه غوښتونکي شوي دي. په يادو پنځو کلونو کې آلمان کې د پاکستاني مهاجرو د منلو چانس په تدريجي ډول مخ په کميدو شوی دی.
که چيرته عدالت داسې وانګيري چې محاکمو د پاکستاني مهاجرو په هکله ښې فيصلې ندي ترسره کړي، نو اړتيا ويني چې بايد د (بامف) اداره د هغو پر دوسيو د نويو شواهدو په رڼا کې له سره کتنه وکړي. خو تيرکال د ۱۴۲۲ تنه پاکستاني مهاجرو پر دوسيو د سره کتنې سربيره هم د هغو د منلو چانس په نشت حسابيدای.
د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: