له آلمانه افغانستان او پاکستان ته د اخراج لړۍ ادامه لري
۱۳۹۶ آذر ۱۰, جمعهتر اوسه لا په دقيقه توګه معلومه نه ده چې په راتلونکي پرواز کې به څومره رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته بيرته واستول شي. په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ ادارې «پروز ازول» یوه کارکوونکي د دغو افغانانو احتمالي شمير تر۵۰ پوري ښوولی دی. خو هغه دا هم ویلي دي چې ممکن په دغه پرواز کې لږ شمير افغانان وليږدول شي.
په اکتوبر او سپتمبر مياشتو کې د آلمان فدرالي او ايالتي حکومتونو په ترتيب سره ۱۴ او ۸ تنه رد شوي افغان مهاجر اخراج کړل. د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتې راهيسې آلمان په اوو پروازونو کې ټول ټال ۱۲۸ تنه رد شوی افغانان بيرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج په آلمان کې یوه بحث پارونکې موضوع ده، ځکه په دغه هيواد کې امنيتي وضعيت مخ پر خرابيدو او له وسله والو طالبانو او داعش تروريستي ډلې سره د افغان امنيتي ځواکونو جکړو زور اخیستی دی.
د آلمان د «شپيګل» رسنۍ د رپوټ په حواله، په پام کې ده چې په همدې ورځ د افغان مهاجرو تر څنګ، يو شمير پاکستاني مهاجر هم خپل هيواد ته اخراج کړل شي.
آلمان په ۲۰۱۷م کال کې د دغه هيواد د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، پاکستان ته اخراجونه دوه برابره کړي دي.
د دغه وزارت يوه وياند ويلي دي چې په روان میلادي کال کې ۱۴۹ پاکستانيان اخراج شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې ۱۸ او په ۲۰۱۵ کال کې ۲۲ تنه پاکستانيان اخراج شوي ول.
DW Dari/ ک.ص
زموږ له ارشيف څخه: