آلمان بيا يوه ډله رد شوي افغان مهاجر اخراج کړل
۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سهشنبهد آلمان د دوسلدورف ښار له هوايي ډګر څخه نن سه شنبه ( ۲۰۱۷ کال سپتمبر ۱۲مه) په ځای وخت شاوخو ۷ بجې او ۴۰ دقيقې، لږ تر لږه ۱۲ تنه ردشوي افغان مهاجرپه ډليزه توګه په يوه طياره کې افغانستان ته اخراج کړل شول.
که څه هم آلمان حکومت، کابل کې د دغه هيواد سفارت مخته د روان کال د می مياشتې په ۳۱ نيټه د موټربم پيښې وروسته، چې شاوخوا ۱۵۰ تنه په کې ووژل شول او د آلمان سفارت هم په کې زيانمن شو، افغانستان ته د ردشويو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ په موقتي توګه ودروله، خو تيره مياشت د آلمان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د يو محدود چوکاټ له مخې به د ځينو افغان مهاجرو اخراج ترسره شي.
آلمان د کابل د می مياشتي تروريستي پيښې وروسته وپتيله چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له سره کتنه وکړي له همدې امله يې د افغانانو د اخراج لړۍ تر نامعلوم وخته وځنډوله.
د آلمان دولت د توافق له مخې، هغه افغان مهاجر چې په آلمان کې مجرم پيژاندل شوي وي، د دغه هيواد امنيت لپاره خطرناک وي او هغه چې نه غواړي خپل هويت په اړه معلومات ورکړي، له آلمان څخه به اخراجيږي.
د سه شنبې پر مازديګر د اخراجيدونکو افغانانو تر پرواز دمخه، د دوسلدورف ښار هوايي ډګړ په ترمينل کې د افغانانو په ګډون د آلمان د يو شمير بشري سازمانونو څخه په لسونو کسان راټول شوي ول او د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد يې مظاهره وکړه.
مظاهره کونکو په لاسونو کې پلاکاټونه ليږدول چې پر هغو « اخراج بند کړې، افغانستان امن ندی» او دې ته ورته نور شعارونه ليکل شوي ول.
له مظاهره کونکو څخه سيد امان الله رضايي دويچه ويله ته وويل: «مونږ دلته راغلي يو تر څو وشو کړای په خپل اعتراض سره د افغانانو د اخرج مخنيوی وکړو». رضايي وويل که اخراجيدونکي افغانان مجرم هم وي، بايد په آلمان کې ورته سزا ورکړل شي، نه په افغانستان کې ځکه د افغانستان په پرتله دلته ښه قانون پلې کيږي.
يو بل افغان مظاهره کونکي هدایت وويل: « ولې بايد افغانان ديپورت شي؟ د مجرم نوم هم ورباندې ږدي. چې دوي مجرم وي، نو ولې يې جرمونه نه په ډاکه کوي».
آلمان حکومت تيره مياشت په افغانستان کې د خپلو امنيتي څيړنو د نتايجو پر اساس اعلان وکړ چې په ځينو حالاتو کې به يو شمير رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړل شي.
آلمان کې د افغان مهاجرو د اخراج مسئلې تل بحثونه او جنجالونه له ځانه سره لرلي دي.
آلمان حکومت کابل کې د می مياشتې تر تروريستي پيښې مخکې هم په کراتو افغانستان ته د ردشويو افغان مهاجرو پر اخراج ټينګار کړی دی او دليل يې د دغه هيواد په ځينو برخو کې د نسبي امن شتون ښودلی چې پر وينا يې کولای شي داسي سيمو ته اخراج ترسره شي.
د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ سازمان «پرو ازول» د حکومت پر دغه دريځ تل نيوکې کړي او وايي چې افغانستان د اخراج لپاره مساعد هيواد ندی.
د دغې ادارې مشر ګونتر بورکهارت تيره اوونۍ، د افغان مهاجرو د بيا اخراج د نوي خبر تر خبريدو وروسته ويلي وو چې ګواګې هغوی ( د آلمان حکومت) ځکه غواړي له عمومي ټاکنو څخه د مخه په لږ فاصله کې دغه کار ترسره کړي، تر څو خلکو ته وښيي چې د اخراج پر مسئله يې لاهم تمرکز شته او په دې ترتيب د خلکو رايي ترلاسه کړي.
بورکهارت د رد شويو افغان مهاجرو اخراج خطرناک اقدام ګڼلی وو او زياته کړې وه چې « د آلمان حکومت غواړي خپل انتخاباتي کمپاينونه د انسانانو د سر په قيمت عملي کړي».
آلمان تر دې مخکې په مختلفو پروازونو کې هم شاوخوا سل تنه افغانان په ډلييزه توګه افغانستان ته اخراج کړي ول.