1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د آلمانۍ محصلي په قتل تورن افغان مهاجر اعتراف وکړ

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

د آلمانۍ محصلي په وژنه تورن افغان مهاجر خپل جرم منلی او د وژل شوي نجلۍ له کورنۍ څخه يې د بخښني غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2jiX7
Freiburger Mordprozess Hussein K.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seege

د آلمان د فرايبورګ ښار په محکمه کې هغه افغان مهاجر چې د يوي آلمانۍ محصلې په وژنه تورن وو، پر خپل جرم اعتراف وکړ.

د دوشنبې په ورځ  د فرايبورګ په محکمه کې  حسین ک، د دغې ۱۹ کلني نجلې د وژلو جزیات بيان کړي، چې د تيرکال په اکتوبر مياشت کي يې پر دغي نجلۍ لومړې جنسي تيری کړی او بيا يې رود ته غورځولې او ډوبه شوې ده.

حسین ک ويلي: «څه چې ما کړي، د زړه له کومي پرې غمجن يم» هغه د دغي وژل شوي نجلۍ له کورنۍ څخه غوښتنه وکړه چې دی وبښي.

حسين ک،  ويلي چې«د دغي پيښي په ورځ يې ډير شراب او چرس څکلي ول چې په تصادفي ډول د رود پر غاړه له دغي نجلۍ سره مخامخ شو. هغه يې له بايسکل څخه ښکته کړه، دغي نجلۍ چغي ووهلي خو ده يې خوله ورته بنده کړه او په بل لاس يې د هغي د غاړي په شال سره ورته مرۍ کلکه کړه. هغه يې بربنډه کړه او کله چې وليدل د ماریا له بدن څخه ويني بهیږي دا يې په اوبو کې ګوذار او په خپله وتښتيد.»

دغه قرباني شوې نجلۍ له جنسی تيري څخه وروسته د رود په اوبو کې ډوبه شوه او ساه يې ورکړه. د حسین ک، محاکمه تيره اونۍ پيل شوه. د محاکمې په لومړۍ ورځ يې ډير ساعتونه د خپل ژوند په هکله خبري وکړې. حسین وايې؛ په اصل کې د افغانستان دی، د ترکيې له لارې لومړې يونان او بيا په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلی.

هغه په يونان کې هم زنداني شوی وو. په آلمان کې د تيرکال په دسمبر مياشت کې د قتل په تور ونیول شو.

زموږ له ارشيف څخه: