آلمان به د شرایطو پر اساس له طالبانو سره اړیکې ټینګوي
۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي: «هغه څه چې زموږ له پاره مهم دي، هغه د بشري حقونو خوندیتوب په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، یو ټولشموله حکومت او په ښکاره ډول له ترهګرو ډلو واټن نيول»
د حکومت د رسمیت پیژندلو له پاره د طالبانو هڅې
طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل ځانګړی استازی سهیل شاهین معرفي کړی او غوښتنه یې کړې چې نوموړی باید د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ۷۶ غونډه کې چې همدا اوس په نیویارک کې روانه ده وینا وکړي.
شاهین له اسوشیتيد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ ټول هغه کارونه ترسره کړي چې یو حکومت ورته اړتیا لري او هیله من یوو چې ملګري ملتونه د یوه بې طرفه سازمان په توګه طالبان په رسميت وپیژني.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو همدې غوښتنې ته په اشارې سره ویلي دي: «زه فکر نه کوم چې په ملګرو ملتونو کې وینا به ګټوره وي. زما په نظر په دې برخه کې د پرمختګ مناسبه لاره نه ده.»
له طالبانو سره اړیکي مهمي دي
آلمان ویلي دي اړتیا ده چې له طالبانو سره یو ډول سیاسي خبري اتري وشي، ځکه اوس دوی د بشري مرستو د مسئول په توګه کار کوي او دا له تعامل پرته امکان نه لري.
د بهرینو چارو وزیر ماس ویلي دي: «دا سمه ده چې موږ له طالبانو سره خبرې کوو او د دې له پاره مو ځیني کانالونه په وروستیو اونیو کې جوړ کړي دي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې د جي ۲۰ غونډي ته په ویډیویي کنفرانس کې هم پر ورته موضوعاتو ټینګار کړی وو او د افغانستان موضوع یې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خورا لویه ننګونه وګڼله.
نړیوال قدرتونه په افغانستان کې د یوه پایداره دولت غوښتنونکي دي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړو هیوادونو له طالبانو غوښتي دي چې په دولت کې مشارکت ډېر کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو گوترش وویل: «امنیت شورا یو باثباته افغانستان غواړي چې په هغه کې بشري مرستې پرته له توپیري چلن وویشل شي.»
نوموړي وویل: «نړیوال قدرتونه د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې پکې د ښځو او نجونو حقونه خوندي وي، د ترهرګرو ځاله نه وي او د ټولو قومونو په ګډون يو ټولشموله حکومت ولري.»