1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني جنرال: د سولي له چانس څخه استفاده وکړئ

۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعه

د آلمان يو جنرال هيله من دی چي په افغانستان کي به دواړه اړخه د سولي د خبرو اترو له چانسه گټه واخلي. يورګين بريوڅ په افغانستان کي د آلماني ځواکونو قوماندان دی.

https://p.dw.com/p/3gD1M
Annegret Kramp-Karrenbauer in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

بريد جنرال برويڅ د آلمان د رسنيو آژانس ته وويل: «اوله مهمه خبره داده چي خبري اتري ترسره او د سولې د رامنځته کيدو له پاره شرايط رامنځته سي.» نوموړي ۵۷ کلن جنرال د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ  د سولې خبرو اترو ته په کتو سره وويل: «موږ به له بهر څخه د حل يوه لار په  هيڅ ډول تحميل نکړو او کولاي سو يوازي ورڅخه ملاتړ وکړو.»

افغان حکومت او بين المللي منځګړي د سولې د پلان سوو خبرو د پيليدو له پاره هلي ځلي کوي. د اختر په ورځو کي دري ورځنی اوربند يو وار بيا دغه هيلي تازه کړې. بريوڅ چي له يوه کال راهيسي په افغانستان کي د آلماني پوځ جنرال دی وايي:«  دا ښايي يوه اوږده لار وي خو بيا هم هيله مندي دی چي يو له بل سره عاقلانه خبري وسي تر څو په دغه هيواد کي بلاخره يوه واقعي سوله رامنځته سي.»

الماني جنرال د پوځي زده کړو په برخه کي د ناټو ماموريت بريالی وباله او وې ويل: «موږ کولای سو پر حق دا خبره وکړو چي هم د پوځي لحاظه او هم په خاص ډول د خلکو او هغو له استازو له خوا زموږ ماموريت ته د قدر په سترګه کتل کيږي. خو دا چي دغه ماموريت به څومره دوام وکړي تر اوسه لا معلومه نه ده.»

په مزارشريف کي مستقر د الماني قواوو دغه جنرال اضافه کړه: «زما په نظر موږ اوس هغه ټکي ته رسيدلي يوو چي افغان ځواکونه په يوازي سر عمل کولی سي.»

په داسي حال کي چي امريکا متحده ايالتو د فبرورۍ مياشتي په اخره کي له طالبانو سره تر يوه تړون وروسته خپلي قواوي په تدريج سره راکموي، الماني جنرال برويڅ د اګست مياشت په اخره کي په افغانستان کي د الماني پوځ د ماموريت تر تمديدو لږ مخکي د خپلو قواوو پر وتلو باندي فکر کوي او وايي چي «يو وخت موږ هم مجبوره يو دغه ډول يو قدم پورته کړو. بيا نو داسي يو وخت بايد راورسيږي، چي افغانان، حکومت او ټولنه تر ډيره حده پوري دغه مشکل په خپله حل کړي.»