1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۱۷, دوشنبه

په کابل کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه څلور تنه پولیس او دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. چارواکو ویلي دي چې چاودنه د سړک د غاړې د یوه ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1F36F
انځور: Reuters/O. Sobhani

افغان چارواکو ویلي دي چې پیښه د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د پولیسو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.

د کابل د پولیسو د جنایي څیړنو مشر فرید افضلي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «پیښه په قره باغ کې نن سهار [دوشنبه] رامنځ ته شوه.»

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبان ډیر وخت د سړک د غاړې ماینونه د افغان او بهرني ځواکونو د په نښه کولو په موخه کاروي. دغه بمونه بیا ډیر وخت ملکي وګړي وژني.

قره باغ د کابل ولایت یو له امنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې کابل ښاره په ۵۰ کیلومتري کې پرته ده. په وروستیو وختونو طالب یاغیانو پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دغې ډلې تر هغه وروسته اعلان وکړ چې خپلې جګړه ته به دوام ورکړي چې ولسمشر غني له خپل امریکايي سیال ولسمشر اوباما سره د لیدنې پر مهال موافقه وکړه چې په افغانستان کې دې د روان کال تر پایه پورې تر پلان شوې اندازې ډیر امریکایي سرتیري پاتې شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب