1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست کې ځانمرګي برید سخته مرگ ژوبله رامنځ ته کړې

عبدالباري حکیم۱۳۹۴ فروردین ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان په سویل ختیځ ولایت خوست کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي او څه نا څه ۶۰ تنه نور يې ټپیان کړي دي. په چاودنه کې د ټپي شویو کسانو په ډله کې د افغانستان د پارلمان یو غړی هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/1F1gs
انځور: DW

د خوست د امنیې قوماندان، مل پاسوال غیرت دویچه ویله ته په یوه لڼد تیلفوني تماس کې وویل چې ځانمرګی برید د یو شمیر کسانو په منځ کې چې د یوې مظاهرې له پاره راټول شوی وو تر سره شو.

غیرت زیاته کړه چې د لومړیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې تر اوسه پوری د ۱۸ کسانو د وژل کیدو او څه نا څه ۶۰ تنو نورو د ټپی کیدو خبر ورکړل شوی دی : «چادونه د ځانمرگي بریدگر له خوا د خلکو په منځ پیښه شوه. د برید ټول قربانیان ملکي خلک دي.»

د خوست امینې قوماندان وویل چې «دغه مظاهره» د ولایت د سرپرست پر ضد په لاره اچول شوی وه. که څه هم د پیښی مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستې خو مل پاسوال غیرت وویل چې دا د افغانستان د «دښمنانو» کار دی. دغه اصطلاح افغان چارواکي معمولا د طالبانو په شمول د وسلوالو یاغیانو له پاره استعمالوي چې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگیږي.

په خوست ولایت کې د دویچه ویله خبریال فریدالله ظاهر وویل چې چاودنه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په هغو خیمو کې رامنځ ته شوه چې د خوست ولایت دوو وکیلانو او یو شمیر خلکو د اعتراض په توګه وهلي وي او له حکومت څخه يې غوښتل چې د خوست سرپرست والي له خپلې دندې ګوښه کړي.

ظاهرو روپوټ ورکړی دی چې د چاودنې په قربانیانو کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر همایو همایون، هم شامل دی. د ظاهر د معلوماتو له مخې په چاودنه کې وژل شوي ټول وګړي ملکي وګړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب