1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کینیا پر پوهنتون تر حملې وروسته لومړنۍ نيوني سوي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۵, شنبه

په کینیا کې د الشباب د ملیشه و له خوا د عیسوي محصلینو وژلو په نړیواله کچه خواښيني خپره کړې ده. د امریکا ولسمشر بارک اوباما دغه برید غندلې دی. د رسنیو د معلوماتو له مخې په تحقيقاتو کي لومړي پرمختګونه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1F2bj
انځور: Reuters/Herman Kariuki

د کینیا چارواکو د گاریسه ښار د پوهنتون په ساحه کې د دغه برید سره د تړاو درلودلو په شک پنځه کسان نیولي دي. دغه خبره د کینیا د کورنیو چارو وزیر یوسف نیکایسري د امریکا CNN تلویزوني شبکې سره په مرکه کي کړې ده.

بریتاوي رسنۍ BBC د یوې سرچنې په حواله چې نوم یې نه دې اخیستل شوی ویلي دي، د پوهنتون په ساحه کې څلور تنه مړي موندل شوې دي چې گمان کیږي دوه تنه په کښې د دغه برید ترسره کونکي دي. د دغو دوو تنو څخه د یو په هکله ویل کیږي چې د تنزانیا له هیواد څخه به وي.

په همدې منځ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دغه برید په سختو الفاظو غندلی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۴۸ تنه وژل شوي دي. اوباما ویلي دي:« د گاریسه په پوهنتون کې د یو ترهگریز برید په پایله کې بې گناه ښځي او نارینه په ناځوانمردانه او بې رحمانه توگه قتل عام شول.»

«د غندلو له پاره الفاظ نشته»

اوباما د کینیا له ولسمشر اوهورو کینیاتا سره د یوه تلیفوني اړیکي په ترڅ وویل چې د دغه برید د غندلو له پاره الفاظ نه دي موجود. اوباما زیاته کړې ده چې:« زه د خپلې تجربې نه د کینیا د خلکو صبر، زغم او بنسټیز اخلاق پیژنم، زه پوهیږم چې د گاریسه او د ټول هیواد خلک په ویر او د یو بهتره او مطمئنې راتلونکي په فکر کې دي.»

اوباما وویل د یوه سپين پوستي امریکایي مور او یو کینیایې پلار زوی غواړي چې د خپل ولسمشرۍ په دوره کې د لومړي ځل له پاره د جولای په میاشت کې خپل پلرني هیواد (کېنيا) ته سفر وکړي.

د الشباب ملېشې څلور جنگیالیو د پنجشنبې په سهار (د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۲مه) د لمر خاته تر مخه پر یو پوهنتون برید وکړ. برید کوونکو په پيل کې لاسي بمونه وغوزول او بیا یې د ماشیندارو وسلو په وسیله ډیر شمیر محصلین ووژل. وروسته تر دې یې ډیر نور محصلین یرغمل ونیول، څو وروسته یې بیا ووژني.

د دغې پیښې په ترڅ کې په مجموع کې ۱۴۸ تنه ووژل او ۷۹ تنه نور ټپیان شول.
کله چې ماښام شو او امنیتي ځواکونه په پوهنتون ورننوتل، دغو افراطیانو له ځان پوري تړلي چاودیدونکو موادو او واسکټونو ته چاودنه ورکړه او ځانونه یې پخپله ووژل.