په صربستان کې د افغان کډوالو یوه لارۍ اوښتې ده
۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبهد صربستان دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې یوه لارۍ موټر چې ۲۹ تنه مهاجر په کې سپاره ول اوښتې دی او یو شمیر کډوال په کښې ټپیان شوي دي.
د دې رپوټ پر بنسټ، دغه ترافیکي پيښه د شنبې په ورځ د صربستان په سویل کې رامنځته شوې. شپږ تنه چې ډیر سخت ټپیان شوي ول د صربستان په سویل کې د نیش لوې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.
د صربستان پولیسو دغه پيښه تائیده کړی ده، خو نور جزویات یې نه دي ورکړي. د صربستان د دولتي تلویزون د رپوټ پر بنسټ په دغه لارۍ موټر کې د سپرو کسانو لویه برخه افغان مهاجر ول چې د موټر چلونکي سره یوځای د پیښې له ځای څخه تښتیدلي دي.
د بالکان هیوادونو سره د یونان د سرحدي پولې له تړل کیدو او ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته ډیري مهاجر قاچاقبرانو ته مراجعه کوي او له غیرقانوني لارو څخه شمالي او مرکزي اروپا ته د رسیدو هڅه کوي.
په یونان کې د څو تنو نیول کیدل
په همدې منځ کې د یونان پولیسو ویلي دي چې د دوو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې یې د سالونیک په ښار کې د انساني قاچاق په تور پنځه تنه نیولي دي. دغو کسانو غوښتل چې ۵۳ تنه افغان او سوریایې مهاجر د یونان د شمالي سرحدي پولې له لارې مقدونیې ته انتقال کړي.
په دغو عملیاتو کې ۱۸ تنه افغان او سوریایې مهاجر هم نیول شوي دي چې ټاکل شوی وه د یوه مسافر وړونکي موټر په وسیله د مقدونیې یو نامعلوم ځای ته انتقال شي.
ویل کیږي هر یوه مهاجر د دغو دوو تنو موټرو چلونکو او دوو نورو کسانو ته چې په دریم موټر کې د دوی پسې روان ول ۱۱۰۰ ایرو ورکړي ول.
همدارنگه د یوه مسافر وړونکي بس یو بل چلونکی هم د یکشنبې په ورځ له سالونیک څخه د یو ساعت لیري واټن سرحدي سیمه کې نیول شوی دی. دغه کس ۳۵ تنه افغان، ایراني او پاکستاني مهاجر لیږدول.
ویل کیږي چې هر مهاجر دغه قاچاقبر ته ۵۰ ایرو وروکړي ول، څو دوی له سرحد څخه واړوي. له پولې څخه د تیریدو هڅې په دې وروستو کې ډیرې شوي دي.