1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس هم ډیر شمیر پناه غوښتونکي آلمان ته استول کیږي

آژانسونه/ ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

د روان کال له پیل راهیسې د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو څخه ډیر زیات شمیر مهاجر آلمان ته استول شوي دي. د آلمان د مسیحي دموکرات ګوند یو سیاستوال په دې اړه له اروپايي کمیسیون څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1JE6d
Deutschland Abschiebung der Flüchtlinge nach Kosovo und Albanien vom Flughafen München
انځور: Reuters/M. Rehle

د آلمان د مهاجرت ادارې یا(BAMF) له خوا ترسره شوې څیړنه چې پایلې یط د یکشنبې په ورځ په «ولت ام زونتګ» ورځپاڼه کې خپرې شوې، ښیي چې د روان کال له جنوري تر مي میاشتې پورې د آلمان د مهاجرت ادارو ۱۸۶۶۸ تنه مهاجر مشخص کړي دي، چې د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هیوادونو څخه آلمان ته استول شوي دي.

د مهاجرت اداره وايي چې دغه مهاجر د «دوبلین» په کتګوري کې راځي او له اړوندو هیوادونو څخه یې غوښتي دي چې یاد مهاجر دې بیرته ومني.

د دوبلین تړون له مخې هر مهاجر چې د لومړي ځل لپاره د اروپايي اتحاديې په هر غړي هیواد کې راجستر شي او بیا د دغې اتحادیې بل هیواد ته ورشي، نو باید بیرته لومړي راجستر شوي هیواد ته واستول شي.

آلمان په یاده موده کې ۱۴۵۳ تنه داسې مهاجر چې په لمړي ځل په کوم بل هیواد کې راجستر شوي دي، بیرته لومړني هیواد ته استولي دي. خو د اروپايي اتحاديې نورو غړو هیوادونو په همدې موده کې له د آلمان څلور برابره زیات، یعنې ۵۴۶۷ کسان بیرته آلمان ته استولي دي.

داسې مالومیږي چې آلمان په ابتدا کې په ډیرو مواردو کې هیڅ ډول توجه نه ده کړي تر څو هغه کسان چې له آلمان څخه یې د خپل اصلي هدف په موخه د ترانزیت په توګه کار اخیستی بیرته واستوي.

د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۰۹۷۸۵ تنو په رسمي توګه له دغه هیواد څخه د پناه غوښتنه کړې ده.

«د اروپاي اتحادیې کمیسیون باید عمل وکړي»

د آلمان د مسیحي دموکرات ګوند یو سیاستوال ولفگانگ بوزبخ، د « ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې د اروپايي اتحادیې له کمیسیون څخه غوښتي دي چې په دې باب دې جدي اقدامات وکړي.

بوزبخ ویلي دي: «د بیلګې په توګه، اوسني ناوړه وضعیت او د مهاجرت قانون معیارونو ته په کتو، د دې امکان نه شته چې له یونان څخه راغلي مهاجر دې بیرته یونان ته واستول شي. دا به د اروپايي اتحادیې کمیسیون ته فوق العاده مهمه وي چې په دې برخه کې خپل پام واړوي تر څو نسبي معیارونه د دغې اتحاديې په اکثرو غړو هیوادونو کې پرته له کومې استثنا رعایت شوی وي.»

بوزبخ د دې موضوع په باب چې په لمړي سر کې تقریباً ټول مهاجر د ځمکې له لارې امن هیوادونو ته رسیدلي وو داسې وضاحت ورکړل:«د مهاجرو لپاره داسې هیڅ حق شتون نه لري چې د ځان د پاره د خوښې ملک وټاکي.»

د دغه آلماني سیاستوال په خبره مهاجر هر هغه هیواد ته چې په لومړي سر کې وردننه کیږي باید د پناه اخیستو غوښتونکي شي.

یو هیواد نه شي کولی په یوازې سره کرګیچ حل کړي

له بل لوري په پارلمان کې د ولفګانګ بوزبخ د اړخ همکار کای واګنر، هم د «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې په اوسنیو شرایطو کې «دوبلین» له ماتې سره مخامخ دی. هغه وايي چې هیوادونه په جلا توګه نه شي کولای د مهاجرت له کړکیچ سره مبارزه وکړي. د هغه په وینا هغه ملکونه چې له مهاجرو څخه مخ اړوي باید د هغو لګښت هم ومني.

دا په داسې حال کې ده چې ډیری مهاجر په اصل کې نه غواړی چې د اروپايي اتحاديې نورو غړو هیوادونو ته واستول شي. دغه مهاجر ویره لري چې په هغو هیوادونو کې به د ژوند او کار له سختو شرایطو سره مخامخ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب