1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سمندري ځواکونو په سلهاو کډوال ژغورلي

م.ج۱۳۹۵ تیر ۶, یکشنبه

د آلماني پوځ سمندري ځواکونو په هغو عملیاتو کې ګډون کړی چې په ترڅ کې یې په لیبیا کې د مدیترانې سمندر له سواحلو څخه ۱۲۸۶ کډوال چې د ډوبیدو به حال کې وو، ژغورل شوي. ۴۸۵ کډوال بیا یوازې د همدې ځواکونو له خوا ژغورل شوي.

https://p.dw.com/p/1JDwb
انځور: picture-alliance/dpa/G. Forster

۱۲۸۶ کډوال چې د لرګیو په دوو او څلورو پلاستیکي کښتیو کې سپاره وو، د لیبیا په ۶۰ کیلیومتري کې د مدیترانې په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وو چې د آلماني پوځ او نورو ځواکونو له خوا وژغورل شول.

په ژغورل شویو کسانو کې ۹۹۰ نارینه، ۲۲۰ ښځې او ۷۴ ماشومان شامل دي چې د جمعې په ورځ د ډوبیدو له ګواښ سره مخامخ ول.

د آلمان د پوځ په حواله لومړی د لیبیا سواحلو ته نزدې د لرګیو یوه کښتۍ ولیدل شوه چې شاوخوا ۵۰۰ کسان په کې سپاره وو. له دې سیمې څخه بیا وروسته ټول ټال په شپږو کښتیو کې سپاره کډوال وژغورل شول.

د آلماني پوځ کښتۍ د دغو کډوالو له ډلې څخه ۴۸۵ تنه ژغورلي او د سلهاو تنو نورو د ژغورنې په عملیاتو کې یې ګډون کړی دی. د کډوالو تر ژغورنې وروسته بیا درې کښتې ډوبې شوې دي.

د آلمان پوځ سمندري ځواکونه د «سوفیا» عملیاتو په ترڅ کې چې د انسانانو له قاچاق سره د اروپايي ټولنې د مبارزې ماموریت دی، دې سیمې ته استول شوي دي.

دغو ځواکونو په تیرو اووه اوونیو کې ۱۶۳۸۹ کډوال له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. اوس مهال د آلماني پوځ ۲۰۰ سرتیري په دې عملیاتو کې ښکیل دي.

اروپايي ټولنه غواړي خپل دغه عملیات لا پسې پراخ کړي او غواړي په دې برخه کې د لیبیا سمندري ځواکونو ته هم روزنه ورکړي.

خو د بې سرحده ټاکترانو سازمان بیا پر دغه ماموریت باندې نیوکه کوي او وايي چې هغه د کډوالو پر ویرولو ولاړ دی نه د هغوی د ژوند په اړه پر اندیښنو.

تیر کال له ۳۷۰۰ څخه زیاتو کسانو اروپا ته د رسیدو پر لاره، په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) ویلي دي چې د روان کال د مې میاشتې تر ۲۹مې نیټې پورې ۱۴۰۰ تنه د مدیترانې په سمندر کې ډوب شوي دي.