1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجيم کي ۱۶ کسان نيول سوي دي

آژانسونه/ زيارمل۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

د بلجيم امنيتي ځواکونو په بروکسل او څو نورو ښارونو کي د ترور ضد عملياتو په ترڅ کي ۱۶ شکمن کسان نيولي دي. خو په بروکسل کي تر اوسه هم تر ټولو سخت بېړنی حالت دوام لري. ميترو، مکتبونه او پوهنتونونه بند دي.

https://p.dw.com/p/1HAUm
Belgien: Sicherheitskräfte in Brüssel im nächtlichen Anti-Terror-Einsatz
انځور: Reuters

د بلجيم څارنوالی وياند د دوشبنې په ورځ سهار (۲۰۱۵م کال نوامبر ۲۳مه) ويلي دي چي په بروکسل کي د ترهگرۍ ضد عملياتو کي ۱۶ شکمن کسان نيول سوي دي.

اريک فان درسايپ، وويل چي په نيول سوو کسانو کي صلاح عبدالسلام، نسته. صلاح د پاريس په بريدونو کي په لاس لرلو تورن دئ.

په ټوله ايزه توگه د بروکسل په بېلابېلو سيمو کي د ترهگرۍ ۱۹ او په شارلروا ښار کي درې عمليات ترسره سوي دي.

په دغو عملیاتو کي وسلې يا چاودېدونکي مواد موندل سوي نه دي. د پوليسو عمليات د يکشنبې په ماښام پيل سوي دي.

د بروکسل په مولنبک سيمه کي چي د صلاح عبدالسلام د اوسېدو ځای بلل کيږي فايرونه اورېدل سوي دي. د څارنوالۍ وياند ويلي دي چي په دغه سيمه کي پوليسو هغه مهال پر يوه کوچني موټر باني فايرونه وکړل چي مخامخ د دوی پر لور گړندی روان وو. ټپي سوی موټروان وتښتېد خو وروسته بيا پوليسو ونيو. خو دا لا روښانه نه ده چي دا يو تروريستي عمل وو که څنگه؟

د بلجيم څارنوالۍ په دغو عملیاتو کي د نيول سوو کسانو په اړه نور جزئيات نه ورکړل او يوازي ئې دوندي ويلي دي چي پوښتني گروېږني رواني دي.

بله خوا بیا «لا ليبره بلجيم» ورځپاڼي ليکلي دي چي امنيتي ځواکونو يو شکمن په لوتيش ښار کي نيولی دئ. دغي ورځپاڼي په خپله انترنيت پاڼه کي ليکلي دي چي دغه شکمن کيدای سي صلاح عبدالسلام وي.

د دغه راپور له مخي دغه کس په يوه «BMW» موټر کي پر لويه لار آلمان ته په تېښته وو. دغه لويه لار د بلجيم لوتيش ښار د آلمان له آخن ښار سره نښلوي.

د بلجيم څارنوالۍ د دغي نيوني په اړه څه ويلي نه دي. آلمان هم د آخن په سرحدي سيمه کي د عملياتو په اړه راپور ورکړی نه دئ.

په بروکسل کي تر اوسه هم تر ټولو سخت بېړنی حالت دئ. د بلجيم لومړي وزير شارل ميشل، اعلان وکړ چي د ميترو، ښوونځيو او پوهنتونونو بندښت دام لري. هغه وويل چي په بروکسل کي د تر ټولو لوړ امنيتي اقدامات نيول په دې معنی دي چي دغه ښار له «جدي» گواښونو سره مخامخ دئ.