1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کې د خبرداري حالت

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

بلجيم له هغه وروسته د پلازمېنې بروکسل له پاره د خطر درجه تر ټولو لوړه کړې ده چې د يو «سملاسي» او «ډېر جدي ګواښ» څخه خبرداری شوی و. د مترو تګ راتګ هم ځنډول شوی دی.

https://p.dw.com/p/1H9vI
انځور: picture-alliance/dpa

په بلجيم کې د کړکېچ ملي مرکز Ocam ويلي دي چې د وضعيت تر «بيا کتنې» وروسته د پلازمېنې بروکسل له پاره د خبرداري ۴ مه درجه ټاکل شوې ده. د نور هېواد له پاره د خبرداري ۳مه درجه لا اعتبار لري چې د «ممکنه او احتمالي» ګواښ کچې سره سمون لري.

د بروکسل په شاوخوا سيمه کې اوسنی ګواښ «ځانګړو امنيتي تدابيرو او ولس ته د جزوي وړانديزونو ورکولو» هلو ځلو ته اړتيا لري، دغه خبره د حکومت د کړکېچ مرکز د دليل په توګه راوړې ده. د انسانانو د راغونډېدو مخه نيول شوې او د مترو يا ځمکې لاندې اورګاډي تګ راتګ په ټپه ولاړ دی. د کړکېچ مرکز همداراز د پلازمېنې په شاوخوا کې ۱۹ پرتو ناحيو ته د لويو پېښو او غونډو د رابللو څخه خبرداری ورکړی دی.

بل وړانديز دا دی چې د دغې اوونۍ په پای کې دې د فوټبال لوبې هم نه تر سره کيږي. د عامه ترانسپورت د وياندې، فرانسواس لېدون، په خبره به د مترو د تګ راتګ په اړه له چارواکو سره مشوره وشي، چې آيا د يکشنبې په ورځ هغه بېرته فعاليږي، که نه. د شنبې په سهار البته ډېري بسونه او د سړک په سر اورګاډي فعال ول او د هوايي ډګرونو وضعيت هم عادي و.

د پاريس بريد طراحانو پسې لټون

د کړکېچ مرکز يوه وياند د خبرداري کچې د لوړېدو له پاره له دلايلو ورکولو څخه ډډه وکړه. د بلجيم رسنۍ اټکل کوي چې د بروکسل په سيمه کې له ترهګرۍ څخه د خبرداري کچې لوړېدل د پاريس د يوه ځانمرګي بريدګر د ورور په لټون پورې اړه لري. پر بلجيم باندې په پاريس کې د اسلامپالو ترهګرو د بريدونو د طراحانو او ممکنه برخه والو عاملينو د پلټنو او ګروېږنو په برخه کې تمرکز شوی دی، ځکه چې ګڼ شمېر عاملين او تښتېدلي شکمن کسان له بروکسل څخه راځي يا ورسره يې اړيکي لرلې. يو شمېر بريدګرو د بروکسل په کډوالو مېشتې ناحيې، مولنبېک، کې ژوند کاوه چې د بلجيمي اسلامپالو تندلارو اصلي مرکز بلل کيږي.

له بريدونو وروسته په بلجيم کې ګڼ شمېر شکمن کسان نيول شوي دي چې د هغوی په جمله کې د پاريس د بريد کوونکو خپلوان هم راځي. د هغوی له ډلې څخه ځينې بېرته خوشي شوي هم دي، خو درې تنه مشکوک کسان په رسمي توګه تورن شوي دي. د جمعې په ورځ لويې څارنوالۍ د يو مشکوک کس په وړاندې جنايي پلټنې پيل کړې، چې يوه ورځ وړاندې د بروکسل په يوه چاپه کې نيول شوی و. په هغه باندې په ترهګرو بريدونو کې د لاس لرلو او په يوه ترهګره ډله کې د غړيتوب تورونه لګول شوي دي.

۵۰۰ بلجيمي اسلامپالو سوريې ته مخه کړې ده

دوه نور شکمن کسان، چې يوه اوونۍ وړاندې په بلجيم کې نيول شوي ول، په بند کې پاته کيږي. محمد امري او حمزه اتو، چې ښايي تښتېدلی شکمن بريدګر، صلاح عبدالسلام، له بريدونو وروسته د فرانسې په پلازمېنه کې را اخيستی او په موټر کې بروکسل ته بيولی وي. پر عبدالسلام باندې تور دا دی چې په هغې ډلې پورې اړه لري چې د نومبر په ۱۳مه يې د پاريس مرکز په ختيځ کې ډېر شمېر انسانان په کافې ګانو او رستورانونو کې په ډزو وژلي ول.

له بل هيڅ اروپايي هېواد څخه د اوسېدونکو د شمېر په تناسب هومره ډېر جهاديان سوريې ته نه دي تللي، لکه له بلجيم څخه. د چارواکو د اټکلونو له مخې تر اوسه پورې څه نا څه ۵۰۰ تندلاري اسلامپال کسان له ۱۱ ميليونه اوسېدونکي لرونکي بلجيم څخه نژدې ختيځ ته تللي دي.