1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس په عملياتو کي ۷ کسان نيول سوي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

په پاريس کي د بريدونو د شکمن طراح عبدالحميد اباعود پسې عمليات پای ته ورسېدل. د فرانسې پوليسو ويلي دي چي په دغو عملياتو کي چي د پاريس په شمال کي ترسره سول دوه تنه وژل سوي او ۷ شکمن کسان نور نيول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1H7ZX
Frankreich Schießerei bei Polizeiaktion in Saint-Denis Paris
انځور: Reuters/B. Tessier

د ترهگرۍ پر ضد دغه عمليات د چهارشنبې ورځي په سهار (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۸مه) د عبدالحميد اباعود، د نيولو له پاره پيل سوي چي په پاريس کي د يرغلونو تراح بلل کيږي. اباعود بيلجمی دئ.

د راپورونو له مخي د فرانسې ځانگړي ځواک د پاريس په شمال سن دني، سيمه کي پر يوه اپارتمان باندي يرغل کړی دئ. ويل کيږي چي په دغه اپارتمان کي څو نور شکمن کسان هم پټ ول.

د فرانسې چارواکو ويلي دي چي د دغو عملياتو په ترڅ کي ئې ۷ کسان نيولي دي، خو دا لا روښانه نه ده چي په هغوی کي اباعود شامل دئ که نه.

داسي ويل کيږي چي هغه شکمن کسان چي په دغو عملياتو کي نيول سوي دي، په پاريس کي د يوه بل تروريستي بريد په پلان بوخت ول.

د وروستيو راپورونو له مخي په دغو عملياتو کې تر اوسه دوه تنه وژل سوي دي. په وژل سوو کسانو کي يوه ښځه ده چي ويل کيږي خپله ئې ځان چولی دئ او يو نارينه له پوليسو سره په فايرونو کي وژل سوی دئ. د څو تنو پوليسو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل سوی.

Frankreich Schießerei bei Polizeiaktion in Saint-Denis Paris
انځور: Reuters/B. Tessier

له فرانسې څخه د رسنيو د راپورونو له مخي د پاريس په شمال سن دني سيمه کي د ترهگرۍ پرضد عملياتو پرمهال د اوو چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.

د دغه اپارتمان شاوخوا اوسېدونکو ته خبر ورکړل سوی چي په خپلو کورونو کي پاته سي. پر سمي باندي څرخۍ الوتکي هم گرځي.

په پاريس کي د جمعې په ورځ په تروريستي بريدونو کي ۱۲۹ انسانان ووژل سول او ۳۵۰ نور ټپيان سول. له هغه وروسته په پاريس او بلجيم کي تلاښۍ رواني دي.