1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وړاندوينه: پوروشينکو به د اوکراين جمهور رئيس وي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۵, دوشنبه

د وړاندوينو له مخي د اوکراين ميلياردر پيوتر پوروشينکو، د جمهوري رياست ټاکني په مولړي پړاو کي لا گټلي دي. هغه د خپلي بريا د لمانځلو په ترځ کي له خپلو هيوادوالو سره ژمنه کړې ده چي له لوېديځو هيوادونو سره به نزدې کار کوي.

https://p.dw.com/p/1C6pi
انځور: Reuters

د اوکراين د جمهوري رياست تر ټاکنو وروسته نظر پوښتني ښيي چي د چاکليتو فابريکې لرونکی پوروشينکو نزدې ۵۶ سلنه رايي ترلاسه کړي دي. په دې سره نو هغه د ټاکنو په لومړي پړاو کي اکثريت گټلی دی او کولای سي چي د دغه هيواد نوي جمهور رئيس وټاکل سي. تر ټاکنو وروسته دغه نظر پوښتنه د اوکراين د نظرپوښتنو د درو انستيتوتونو له خوا ترسره سوې ده. په پلان کي ده چي د ټاکنو وروستۍ پايلي به نن د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۶) اعلان سي.

پوروشينکو د يکشنبې په ورځ ناوخته ماښام تر ټاکنو وروسته په کيف کي له خپلو پلويانو سره د بريا په جشن کي گډون وکړ او ويې ويل چي هيواد يې اوس يو نوی ولسمشر لري.

پوروشينکو په خپله لنډه وينا کي له ۴۵ ميليونو اوکراينيانو سره ژمنه وکړه چي نه يوازي دا چي په اقتصادي او سياسي ډگر کي به له لوېديځ سره نژدې کار وکړي، بلکي د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره به هم نژدې کار وکړي. هغه په ټاکنو کي د خپلي بريا تر وړاندوينو وروسته وويل چي خپل اروپا خوښوونکي سياست ته به دوام ورکړي.

پوروشينکو دغه راز اعلان وکړ چي په روان کال کي بايد پارلماني ټاکني هم ترسره سي. هغه ويلي دي چي لومړی کار به د ده داوي چي د هيواد ختيځ ته به سفر کوي او هلته به «جنگ او هرج و مرج» ختموي. هغه دغه راز ويلي دي چي له بېلتون غوښتونکو سره به تر هغه مهاله پوري خبري نه وسي، چي خپلي وسلې يې پر مځکه ايښي نه وي. پوروشينکو دا هم وويل چي د روسيې له خوا د «کريميا اشغال» به هيڅ وخت په رسميت نه وپيژني. خو له دې سره سره هغه له پوتين سره ملاقات او سياسي ديالوگ پيلولو ته اميدواره دی.

پوروشينکو ته د يوه واقع بين سياستوال په سترگه کتل کيږي چي گويا کولای سي د لوېديځ پلوه او روسيې پلوه ځواکونو ترمنځ وېشل سوی هيواد له کړکېچ څخه راوباسي. دغه سوداگر د پخواني جمهور رئيس ويکتور يانو کوويچ او تر هغه دمخه حکومت په کابينه کي هم وزارتونه کړي دي.

پوروشينکو د اوکراين يوازنی شتمن وو چي په زغرده يې ويلي ول چي دی د «ميدان» د پاڅونکوونکو مالي ملاتړ کوي. د دغه پاڅون په نتيجه کي پخوانی ولسمشر ويکتور يانوکوويچ را و پرځول سو.

سخت امنيتي تدابير

د اوکراين په تاريخ کي د دغو تر ټولو مهمو ټاکنو امنيت نزدې ۱۰۰۰۰۰ پوليسو او داوطلبانو خوندي کړی وو. پر دې سربيره نژدې ۱۲۰۰ تنه نړيوال څارونکو هم دغه ټاکني څارلې. په پلازمېنه کيف او دغه راز لوېديځ کي ډير رايي ورکوونکي د بيروبار په خاطر ډير وخت په کتارونه کي ولاړ ول، څو خپلي رايي وکاروي. خو د دغه هيواد په ختيځ کي چي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا کنتروليږي د رايو ورکولو ډېر مرکزونه تړلي پاته ول.

له بلي خوا د امريکامتحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما اوکراينيانو ته د جمهوري رياست ټاکنو مبارکي ويلې ده. هغه ويلي دي «چي په سياسي او اقتصادي برخه کي به د اوکراين د نوي جمهور رئيس ملاتړ وکړي.»

بله خوا بيا د کيف د ښاروالۍ په ټاکنو کي د بوکس پخواني نړيوال اتل ويتالي کليچکو انتخابات گټلي دي. د نظر پوښتنو له مخي دغه ورزشکار په سلو کي ۵۷،۴ سلنه رايي گټلي دي. د هغه گوند «اودار» د کيف ښار په شوراکي په ۴۰ سلنه رايو گټلو سره تر ټولو قوي اپوزيسيون دی.