د اوکراين په ټاکنو کي بېرونکې فضا
۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبهد اوکراين په ختيځ کي د زور زياتي او هرج و مرج سره سره به بيا هم په دغه هیواد کي نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۵) د جمهوري رياست ټاکني ترسره سي. د دغه هيواد تر ټولو ستر مقام ته ۲۰ تنو ځانونه کانديد کړي دي.
په دغو کانديدانو کي تر نورو زيات د دغه هيواد تر ټولو شتمن پيوتر پوروشينکو، ته د غوره گانديد په سترگه کتل کيږي. د يوې نظر پوښتني له مخي دغه ۴۸ کلن کانديد کېدای سي چي په ټاکنو کي پر ۴۵ سلنه رايو باندي حساب وکړي.
د دغي نظر پوښتني له مخي پخوانۍ لومړۍ وزير يوليا تيموشينگو، تر پخوا لږ محبوبيت لري. دواړو کانديدانو ويلي دي چي په ټاکنو کي د بريا په صورت کي به د کيف د اوسني لوېديځ پلوه حکومت ملاتړ وکړي.
کيف په ټول هيواد کي ټاکني غواړي
د اوکراين موقت لومړي وزير آرسني ياڅينيوک، پر اوکرايني وگړو باندي ږغ کړی دی چي په ټاکنو کي پراخ گډون وکړي او د دغه هيواد راتلونکې پخپله وټاکي. هغه ويلي دي: «موږ يې بايد نړۍ ته وښيو، په ځانگړې توگه ځان ته، چي موږ نه بيريږو.»
د رايو ورکولو مرکزونه د سهار له ۸ بجو څخه پرانيستل سوي دي او د شپې تر ۸ بجو پوري به پرانيستي وي. خو د اوکراين په ختيځ کي بيا د رايو ورکولو فضا بل ډول ده. وروسته له هغه چي لوگانسک او دنيڅک سيمو د يوې ټولپوښتني له لاري له اوکراين څخه د بېلتون اعلان وکړ او نړيوالي ټولني دغه ټولپوښتنه په رسميت ونه پېژندله، د شنبې په ورځ بېلتون غوښتونکو کيف ته يو بل سيگنال ورکړ، چي غواړي له «نوي روسیې» سره يوځای سي.
روسي پلوه بېلتون غوښتونکي غواړي په هغو سيمو کي چي د دوی تر کنترول لاندي دي د ټاکنو مخه ونيسي. په کيف کي د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چي په دنيڅک او لوگانسک کي د رايو ورکولو ډيرو مرکزونو ته د بې ثباتۍ په دليل لاس رسی ډېر ستونزمن دی.
په اوکراين کي نزدې ۳۵ ميليونه وگړي د رايو ورکولو شرايط پوره کوي، که په لومړيو ټاکنو کي کوم کانديد اکثريت رايي تر لاسه نه کړې د جون مياشتي پر ۱۵ نېټه به د ټاکنو دوهم پړاو ترسره سي.
د اوکراين د کورنيو چارو وزارت په حواله د ټاکنو د امنيت ساتلو له پاره نزدې ۵۵۰۰۰ پوليس او ۲۰۰۰۰ داوطلبان گومارل سوي دي. يوازي په کيف کي شاوخوا ۸۳۰۰ تنه امنيتي ځواک په لارو او کوڅو کي امنيت ساتي.
د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان هم اوکراين ته نزدې ۱۰۰۰ تنه څارونکي لېږلي دي چي د ټاکنو بهير وڅاري. د دغه سازمان د معلوماتو له مخي، گومان نه کيږي چي د دغو څارونکو يو دې هم د اوکراين ختيځ ته سفر وکړي، ځکه په خبره يې هلته امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی.
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د آلمان له لومړۍ وزير انگيلا ميرکل او فرانسې له جمهور رئيس فرانسوا اولاند سره په يوه تليفوني تماس کي ويلي دي چي په اوکراين کي به د ټاکنو پايلي ومني.