1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکراین د کړکیج له پاره د گردي میز وړاندیزونه

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د اوکراین د شخړې د حل له پاره په کییف کې د کنفرانس په ترڅ کې پر دې خبرې ټینگار وشو چې په دغه هیواد کې د ولسمشریزو تاکنو څخه مخکې دې باید وضعیت تر کنترول لاندی راوستل شي.

https://p.dw.com/p/1C0kj
انځور: Reuters

په دغه کنفرانس کې له روسي پلوه یاغیانو څخه هم غوښتنه شوې چې له تاوتریخوالي څخه دې لاس واخلي. د اروپا په منځگړتوب د اوکراین د کړکیچ د حل په برخه کې د پيل شویو خبرو اترو د بریالیتوب چانس هم ډیر لږ ښکاري. د پخواني شوروي اتحاد په ختیځو سیمو کې روسي پلوه یاغیان په خپلو غوښتنو ټینگار کوې او د کییف له حکومت څخه غواړي چې د دوی خپلواکي دی ومني.

د چهار شنبې د ورځې د سولې په خبرو اترو کې د اروپا د امنیت او همکارۍ شورا (OSCE) چې کومه تگلاره وړاندیز کړی ده د هغې مرکزې ټکې د اوکراین د بحران د حل له پاره په ولسي کچه رغوونکو خبرواترو ته اړتیا ده.

دلته دا خبره مهمه ده چې په دغو خبرو اترو کې هغو روسي پلوه یاغیانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې چې د اوکراین د ختیځو سیمو په ډیر شمیر ښارونو کنترول لري. اوکراین د دغو ښارونو تر خپل کنترول لاندي راوستلو له پاره پوځي عملیات پيل کړي دي، خو روسیه بیا وايي په دې سره به شخړه نوره زیاته شي.

د اوکراین د ولسمشر الیگذانډر ترچینوف په خبره یاغیانو ته به په هغه صورت کې په دغو خبرو اترو کې د گډون بلنه ورکړې چې هغوی خپلې وسلي پر ځمکه کیږدي.

د دغو خبرو اترو په پیل کې ترچینوف وویل:« مونږ د ختیځوالو د غوښتنو و اوریدو ته اماده یو، خو دوی باید اول له تاوتریخوالي لاس واخلي او حکومت يودانې خوشي کړي.»

«وسله وال بايد وسلې پر ځمکه کېږدي»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې که وسله وال کسان خپلې وسلې ونه غورځوي نو دوی باید محکمې ته ځواب ووايي. نوموړي زیاته کړه:« هغه وسله وال کسان چې په خپل هیواد کې د جگړې د پيلولو کوښښ کوې، هغوی د وسلو په زور خپل نه، بلکې د یو بل هیواد غوښتنې عملي کول غواړي. مونږ به د قانون په چوکاټ کې دغه وسله وال خلک د محاکمې میز ته راکش کړو.»

په دې کنفرانس کې د اوکراین د لیري کړای شوي پخواني ولسمشر یانوکویچ د گوند پارلماني مشر الیگذانډ‌ر ایفرموف هم د کیف پر حکومت ټینگار وکړ چې هغوی دې له ختیځو سیمو څخه خپل ځواکونه بیرته وباسي. نوموړي زیاته کړه چې کیف باید پر دې خبرې د ځان پوهولو کوښښ وکړي چې د دغې سیمي خلک د اوکراین نوې عبوري ته لا د شک په سترگه گوري.

د سولې دغه خبری اتري چې د پخواني آلماني دیپلومات وولفگانگ اِیشِنگر په مشرئ پیل شوې وې وروسته د دوه نیم ساعتونو څخه بې له کوم مهم پرمختگه پای ته ورسیدلې. په کنفرانس کي یوازي په دې خبري ټینگار وشو چې د می په ۲۵ نیټه د ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې دې باید د تاوتریخوالي د ختمولو کوښښ وشي او په ناامنيو کې ښکیلو کسانو ته دې بخښنه وشي.