درې هیوادونه له قطر څخه خپل سفیران راغواړي
۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه
دغو درو سرو هیوادونو سعودي عربستان، متحده عربي امارات او بحرین خپله دغه پریکړه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۵) په یوه گډه بیانيه کې اعلان کړه. په بیانیه کې راغلي دي چې قطر په خلیج کې د عربي هیوادونو تر منځ د یوه امنیتي تړون په پلي کولو کي پاته راغلی دی.
په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د خلیج د همکاري شورا (GCC) د تیر کال په نومبر میاشت کې یو تړون لاسلیک کړی وو چې پکښې راغلي ول: «هر څوک چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادونو امنیت او ثبات په انفرادي او یا هم ډله ییز ډول گواښي باید د مستقیم کار او یا هم سیاسي نفوذ له لارې یې ملاتړ و نه شي».
په بیانیه کې همداراز زیاته شوې ده چې د دې شورا غړي هیوادونه باید د هغو رسنیو ملاتړ هم و نه کړي چې په یو ډول گواښنه کوي.
ابو ظبۍ او ریاض ویلي دي چې قطر د دغه تړون په مراعاتولو کې پاته راغلی دی او له همدې کبله هغوی دغه سیاسي اقدام کوي.
دغه اقدام په تیرو دیرشو کلونو کې ساری نه لري. دا د خلیج هیوادونو او قطر تر منځ د اړیکو د ترینگلي کیدو یوه بله نښانه ده. قطر د اخوان المسلمین له ملاتړو څخه شمیرل کیږي.
قطر په عین حال کې له ایران سره هم ښې اړیکي لري چې متحده عربي امارات، سعودي عربستان او بحرین ورته د یوه سیال هیواد په توگه گوري او ورسره ښې اړیکي نه لري.
د خلیج هیوادونو شورا په ډیرو مسایلو کې د لویدیځ پلوي کوي. سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، قطر او کویټ د دغه شورا غړيتوب لري.