1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر قطر باندي د بشري حقونو په اړه نيوکي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

د بخښني نړيوال سازمان د فوټبال د نړيوالو سيالیو پر کوربه هيواد قطر باندي فشار ډېر کړی دی. د بشري حقونو سازمان په يوه مستند راپور کي په دغه هيواد کي له بدبختيو د ډکو کاري شرايطو انځور وړاندي سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AJHh
انځور: Getty Images

د بخښني نړيوال سازمان په ۱۵۳ مخيزه څېړنه کي چي په قطر هيواد کي يې د ۲۰۲۲ مېلادي کال د فوټبال د نړیوالو سياليو په اړه کړې ده راغلي دي، «دا د بخښني نه ده چي د نړۍ په يوه شتمن هيواد کي له مهاجرو کارګرانو سره بې رحمانه چلند کيږي، هغوی له خپلو حقوقو څخه محروم دي او د خپل ژوندي پاته کېدو له پاره کړيږي.»

د دغه سازمان مشر ساليل شتي په قطر کي د دغه راپور د وړاندي کولو پر مهال پر دغه هيواد باندي سختي نيوکي وکړې.

په مجموع کي د بخښني نړيوال سازمان په دغه څېړنه کي د فارس خليج په دغه هیواد کي «د اجباري کار» په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د بشري حقونو فعالانو هم په دغه هيواد کي د کارګرانو د ژوند په اړه مستند راپورونه وړاندي کړي چي په هغه کي هم ويل سوي دي چي په هغه شرايطو کي چي بهرني کارګران ژوند کوي د منلو نه دي.

د بشري حقونو سازمان کارپوهان د پلټنو له پاره دوه واري قطر ته سفر کړی وو. يو وار د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر مياشت کي او بل وار د ۲۰۱۳ کال په مارچ مياشت کي.

دغو کارپوهانو له ۲۱۰ تنو څخه پوښتني کړې وې چي دغه کسان نه يوازي د لوبغالو جوړولو په ساختماني چارو کي بخت ول، بلکي په هوټلونو، د اورګاډو د پټلیو په جوړولو او نورو ځايونو کي هم.

د دغو پلټونو له مخي اوس د فوټبال پر نړيوالي کمېټې (FIFA) باندي فشار ډيريږي. د بخښني د نړيوال سازمان د دغي څېړني مشر وايي چي «اوس هغه وخت رارسېدلی چي بايد عمل وسي.»

فيفا په خپل لومړي غبرګون کي ويلي دي چي «قطر بايد د فوټبال د نړيوال جام د سياليو د کوربه په توګه بشري حقونو او نړيوالو ارزښتونو ته احترام وکړي. دغي نړيوالي کمېټې د نوومبر مياشتي پر ۹ باندي د جوزف بلاتر او شېخ تميم بن محمد بن خليفه آل ثاني تر منځ غونډي ته اشاره وکړه. په دغه غونډه کي د قطر د مشر له خوا ژمنه سوې ده چي د فيفا ستاندردونو ته به پام کوي.