1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د لبنان له پوځ سره مرسته کوي

مسعود جهش (AFP, Reuters, AP)۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبه

سعودي عربستان ژمنه کړې ده چې د لبنان له پوځ سره درې میلیارده ډالر مرسته وکړي. دغه خبره د لبنان ولسمشر میشال سلیمان، کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې هم د سوریې د شخړې له کبله وضعیت یو څه کړکیچن شوی دی.

https://p.dw.com/p/1AiV2
انځور: Reuters

د یکشنبې په ورځ د لبنان ولسمشر میشال سلیمان، په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې د سعودي عربستان مرسته د دغه هیواد د پوځ د لا پیاوړي کیدو په موخه ترسره کیږي.

ولسمشر سلیمان وویل: «سعودي عربستان پریکړه کړې ده چې له لبنان سره درې میلیارده ډالر مرسته وکړي ترڅو د دغه هیواد د پوځ وړتیاوې نورې هم لوړې شي.» ولسمشر سلیمان روښانه کړه چې دا تر اوسه پورې د لبنان له پوځ سره د مرستو تر ټولو لویه بسته ده.

سلیمان په خپلو خبرو دې موضوع ته هم اشاره وکړه چې کیدای شي د سعودي عربستان د مرستو یوه برخه له فرانسې څخه د وسلو پر رانیولو باندې مصرف شي. اوس مهال د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، په سعودي عربستان کې دی او د دغه هیواد له پاچا سره د دواړو هیوادونو تر منځ پر اړیکو باندې خبرې کوي.

څارونکي وایي چې سعودي عربستان غواړي د لبنان پوځ پیاوړی کړی ترڅو وشي کولای د حزب الله پر وړاندې ودریږي. حزب الله په سیمه کې د ایران او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا تقویه کیږي.

حزب الله د سوریې په کړکیچ کې د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد، ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د سوریې د پاڅون کوونکو ملاتړ کوي او غواړي چې بشار الاسد له واکه ګوښه شي.

په همدې حال کې د لبنان پوځ په وروستیو وختونو کې په دې کې پاتې راغلی دی چې په خپله خاوره کې د فرقه یې شخړو مخه ونیسي. دغه شخړې له سوریې څخه لبنان ته غځیدلې دي. د لبنان یو شمیر سني اوسیدونکي د سوریې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي خو حزب الله بیا په ښکاره ډول د بشارالاسد ملاتړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب